اسلام آباد 23 جنوري(اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د خېرات او زکوۃ د پیسو بايد حساب وركړې شي٬ عمران خان له به په ټاكنو كمېسون كښې د غېر ملكي فنډنګ د مني ټرېل تفصيلات وركول وي ۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل نن به د سترې محكمې په كاروائۍ هېڅ تبصره نه كېږي ٬ ستره محكمه كښې د مسلم ليګ (ن) لخوا ثبوت وركړې شوې خو د دې برعكس عمران خان په ټاكنو كمېسون كښې هېڅ نه وائي۔ ده ووئيل عمران خان د مور په نامه روغتون جوړ كړې او خلقو څخه د خېرات په نامه اخستې شوې پېسې كوم كوم ځائ لګولې د ټاكنو په كمېسون كښې به ځواب وركول وي۔ ۔ د دفاع وزير ووئيل عمران خان ته نن بيا د عدالت د سپكاوي نوټس ترلاسه شوې۔خواجه آصف ووئيل د شريف كورنۍ لخوا د 30 كالو د ټرانزېكشنز حساب وركولې كېږي خو تورونه لګوونكي خپلې تلاشۍ له چمتو نه دي۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو