اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) د قامې روغتيا او سروسز رېګولېشنز اېڼد كوآرډينېشن دوهمې وزيرې سائره افضل تارړ وئيلي دي حكومت ټول ټاكنو كښې د كړو لوظونو ترمخه بشپړ اصلاحات كړې او د روغتيا اسانيو په لړ كښې په حكومتي پالېسيو كښې بې وزله كسانو ته خاص پام لرنه كولې شي كومو ته چې هېلت انشورنس كارډز وركړې شوې۔ هم دغه سوب دے چې حكومت بې وزله اولس ته په دولتې او شخصي روغتونونو كښې د درملنې وېړيا اسانۍ وركوي۔ خپل يو بيان كښې دې ووئيل مونږ د وزیر اعظم هېلت پروګرام په پېل كولو د مريم نواز تدبر او بصيرت هم ستائنه كوؤ۔ دې ووئيل د دې پروګرام به څارنه هم كولې شي۔ دوهمې وزيرې ووئيل مونږ د خپلو لوظونو ترمخه بې وزله اولس له د روغتيا او درملنې بنيادي حق وركوؤ
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ