اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ وئيلي دي سي پېك د چين عظيم وژن “يو پټۍ يو سړك وړومبې باب دے ۔د شورو په ورځ د ون بېلټ ون روډ سمټ پحقله دستورې ته خپلې وېنا كښې د چين سفير ووئيل يو پټۍ يو سړك سمټ به په 14م مئي بېجنګ كښې كېږي چې پكښې به د نړۍ د 28 هېوادونو نمائندګان ګډون كوي۔ ده ووئيل د سي پېك په 19 منصوبو په درې كالو كښې كار پېل شوې په كومو چې به نزدې 18.5 اربه ډالره لګښت راځي او زياتره منصوبې به راتلونكي كال ترسره كېږي۔ده ووئيل د سي پېك منصوبو لپاره د جديد ټېكنالوجۍ څخه استفاده روانه ده او دې منصوبو څخه به 60 زره پاكستانيانو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔ده ووئيل پاكستان د چين وګړو تحفظ ته خاص اهميت وركوي او دې مقصد لپاره ئې د 14 زره امنيتي اهلكارو يو خاص امنيتي ډويژن جوړ كړے۔ په دې موقع د سي پېك پحقله د پارلماني كمېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سيد هم وېنا وكړه
سي پېك د چين د عظيم وژن “يو پټۍ يو سړك وړومبې باب” دے٬
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا