پېنډۍ 18 مئي (اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د ټول هېواد د پوهنتونونو مشرانو له باور وركړے دے چې د امنيت پېښو خطرو تر مخه په يو فون كال امنيت وركولې شي۔د زيارت په ورځ د پوځ په مركزي دفتر كښې د سېمينار په موقع د شخصي پوهنتون وائس چانسلر لخوا د سرلښكر نه پوښتنه وشوه چې زمونږ په پوهنتون كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدو شويو د امنيتي ځواكونو اهلكارو ٬ماشومانو٬ د پوليس او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو او ھغه سوېلين كوم چې د ترهه ګرۍ ښكار يا په كومه پېښه كښې پحق رسېدلې د هغوي ماشومانو له ويړيا اعلٰې تعليم وركولې شي خو په دغه پالسۍ د عمل مخ نيوي له زما ورور په پوهنتون كښې شهيد كړې شو ٬ زما زوي ته دړكې وركړے شوے او ھغه هېواد پرېښود٬ مونږ ته به څوك امنيت راكوي۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ پخپله چوكۍ اودرېدو او پوښتنه كوٶنكې ته ئې ووئيل ستا غم زمونږ غم دے ٬ زما ځوانان او افسران چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدان كېږي نو دغه دړد زه هم محسوسوم ۔ ده ووئيل د كال 2007 په مهال چې د هېواد كومه وضعه وه په ھغې كښې ډېره بهتري راغلې ٬ خلق په آسانا د كراچۍ غوندې ښار كښې واك كولې شي او كاروباري هلې ځلې هم بحال شوې دي۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د كامياب جنګ پحقله نړۍ زما نه پوښتنه كوي چې څنګه مو ترهه ګرۍ له ماتې وركړه ٬ زه ډېر په وياړ وائيم د اولس په ملاټر او د امنيتي ځواكونو په شريكه مرسته مو دا كاميابي ترلاسه كړې ده۔ سرلښكر جنرال قمر باجوه ووئيل زه د ټول هېواد د پوهنتونونو مشرانو له باور وركوم چې د امنيت په اړه د پېښو خطرو له مخې به په يو فون كال امنيت وركولې شي
پوهنتونونو ته د امنيت پېښو خطرو تر مخه په يو فون كال امنيت وركولې شي ۔ د آرمی چیف جنرل قمر جاوید باجوہ
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین