اسلام آباد 19مارچ (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې په پی ټی وی د ماشومانو خصوصی پروګرام ”پلینټ چیمپس” پيل كولو سره د توان ، اوبو تحفظ، فضله ځائې ته رسولو او اونو كرلو په اړه خبرتيا پيدا كولو كښې مرسته وشي،ماشومانو كښې خبرتيا پیدا کولو سره به پټرولیم او توان درآمدی بل كښې كمي سره سره وګړو د ګاز او برېښنا بلونو كښې هم كمي راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه دي د اتوار په ورځ پي ټي وي كښې خصوصی پروګرام ”پلینټ چیمپس” پرانستي دستوري ته وينا كښې وكړه۔دي ووئيل په پي ټي وي به ما ماشوموالي كښې د ماشومانو پروګرام كتلو خو اوس ډير وخت پس په پی ټی وی ماشومانو كښې د خبرتيا په اړه خصوصی پروګرام پيل شوې دې،د اطلاعاتو او خپرونو سیکرټری شاهیرہ شاہد، اېم ډي پی ټي وی سهیل علی خان او د هغه ډلي د ماشومانو لپاره په ښه پروګرام پيل كولو مبارکي وركوم،ماشومان او د هغوي مور پلار هم په دې پروګرام پيل كولو د مبارکي مستحق دي ځكه چې هغوي غوښتل چې په پي ټي وي داسې پروګرام نشر كړې شي چې پكښې د ماشومانو د خبرتيا په اړه مواد وي۔دي ووئيل د ماشومانو تعلیم او تربیه او په هغي كښې خصوصی خبرتيا پيدا كول د وزیراعظم خصوصی وژن دې ، د وزیراعظم محمد شهباز شریف وژن له مخې کابیني د تو ان بچ كولو كمپائن منظوری وركړي ، پي ټي وي په دې وژن د دې پروګرام د لارې عمل کوي۔دې څخه وړاندې دي ”پلینټ چیمپس” پرانسته وكړه۔
په پی ټی وی د ماشومانو خصوصی پروګرام ”پلینټ چیمپس” پيل كولو سره د توان ، اوبو تحفظ، فضله ځائې ته رسولو او اونو كرلو په اړه خبرتيا پيدا كولو كښې مرسته وشي ۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیره مرېم اورنګزیب
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores