كراچي 03اپریل (اے پی پی)د پاكستان ??يپلز پارټي چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د پاكستان ??ړومبې ټاكلي وزيراعظم شهيد ذوالفقار علي بهټو عدالتي قتل په نظام عدل او انصاف يو داغ ګرځولو سره وئېلي دي د بھټو كورنۍ درېم نسل د اعلٰی عدليې څخه ??نصاف ته سترګې په لاره دے۔د بلاول هاؤس مېډيا سيل د اړخه ??اري شوي بيان ??ه مخې بلاول بهټو زرداري د ګوند مؤسس چيئرمېن شهيد ذوالقارعلي بهټو 44م تلين په موقع خپل پېغام كښې وئېلي دي هېواد له د متفقه آئين وركونكې وزيراعظم عدالتي قتل په حقله صدارتي ريفرنس د تېرو 12 كلونو راهسې په سپريم كورټ كښې زير التوا دے او په دې 4382 ورځو په مهال زمونږ نظام عدل او انصاف سره د بهټو فرياد اورېدلو لپاره يوه دقيقه هم نشته۔ده ووئيل مونږ ته دې ووئيلي شي چې د انصاف ترلاسه كولو لپاره د بھټو كورنۍ نورو څومره نسلونو له به انتظار كول وي؟بلاول بهټو زرداري ووئيل تاريخ د بهټو د بې ګناهۍ په حق كښې دومره ثبوتونه وړاندې كړي چې د هغه بدترين دښمن هم اوس دا وائي چې د قائد عوام سره ظلم شوے ۔ا ده ووئېل ع??ٰی عدليې ته اپيل كوم چې په 2 اپرېل 2011 د پخواني صدر آصف علي زرداري د اړخه ?? آرټيكل 186 ترمخه لېږلے شوے صدارتي ريفرنس زر تر زره سماعت لپاره مقرر كړي۔د پ?? پي پي چيئرمېن قائد عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل د هغه په مشرۍ كښې پاكستان ??ه سياسي٬سفارتي٬معاشي٬دفاعي٬او معاشرتي لحاظ سره مهمې كاميابۍ ترلاسه كړي
د بهټو عدالتي قتل د هېواد په نظام عدل يو داغ دے ٬د بهټو كورنۍ درېم نسل د عدليې څخه انصاف ته سترګې په لاره دے ۔بلاول بهټو زرداري
Santa’s gift rush APP game website
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری