اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په امر اېف آئي اے د اشتهاريانو او عدالتي مفرورانو په ضد په عملياتو كښې نور تورن نيولي دي۔ د خبر له مخې د شورو په ورځ د لاهور اېف آئي اے ډائرېكټر په مشرۍ كښې د اېف آئي اے ډلې يو اشتهاري تورن د ټوبه ټېك سنګ څخه رضوان الحسن ولد اصغرعلي نيولې۔ دغسې په بله كاروائۍ كښې يو اشتهاري تورن طارق محمود د كريم پوره لاله موسٰي څخه نيول شوے۔ اېف آئي اے په يو بله كاروائۍ كښې محمد اسرار ولد محمد نواز د نيو ټاٶن لاهور څخه نيولے۔ د ټولو په ضد په اړوند ضلعو كښې مقدمې درج وې۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ