اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) برطا??يې په ماحولياتي بدلونونو قابو موندلو له پاكستان سره خپلې مرستې ته دوام وركولو له د خپل عزم پخلې كړې دې۔ دا باور پاكستان ته د برطا??يې هائي كمشنر كرسچن ټرنر د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق س??ه ملاقات كښې وركړو۔ په دې موقعه د اقتصادي چارو سېكتر کاظم نیاز، اېډیشنل سېکتر حمیر کریم او نور اړوند اعلی چارواكي هم موجود وو۔ د اقتصادي چارو وفاقي وزير د برطانوي هائي كمشنر هركلي كولو سره ووئيل برطانيه د پاكستان په لويو همكارانو كښې شمېرلې شي۔ برطانوي هائي كمېشنر پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده وفاقي وزير ته د برطانوي حكومت لخوا د رالېږلې شوي د مرستې سامان په اړه ووئيل۔ ده د دې لوظ پخلې هم وكړو چې برطانيه به د ماحولياتي بدلون د لاسه په رامخې شويو ستونزو قابو موندلو له د پاكستان مرسته دوامداره ساتي۔ وفاقی وزیر سېلاب ځپليو سره په مرسته كولو د برطانوي هائي كمېشنر مننه وكړه۔
برطانيه به په ماحولياتي بدلونونو قابو موندلو له پاكستان سره مرسته روانه ساتي
No Commission Baccarat Online Game
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج