اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وزير سينيټر محمد اسحاق ډار لخوا معرفي كړو غوره اقتصادي پاليسو خواږه رامخې ته شوي او د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله معيشت ته د رسېدلي زيان باوجود په تېرو ??وو اوونيو كښې د پ??كستان كرنسۍ د امريكا ډالر په مقابل كښئ د نړۍ د غوره كرنسۍ اعزاز ترلاسه كړے ۔ د ګل په ورځ د كاروباري اوونۍ په پېل كښې د روپۍ په قدر كښې د اضافې رجحان روان ٶ او د ډالر په مقابل كښې د روپۍ په قدر كښې 1.96 روپۍ اضافه وشوه او د دې نه پس د ډالر قدر د 219.92 نه 217.96 ??وب?? ته راغلو۔ د خزانې وزير اسحاق ډار هېواد ته د راستنېدو سره سم د پ??کستان كرنسۍ په قدر كښې د اضافې رجحان رامخې ته شوے ٶ، پاکستان ته د راتګ نه پس اسحاق ډار ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د پ??كستان كرنسي انډر وېليو ساتلې شوې ۔ ده د روپۍ قدر د ډالر په مقابل كښې د 200 نه لاندې ساتلو لپاره د اقدامات كولو د عزم پ??لے كړے۔ اسحاق ډار دې مقصد لپاره چې كومه طريقه اختيار كړې ٬ د كرنسۍ په ماركيټ كښې ئې بهتر نتيجې رامخې ته شوې، د دې په نتيجه كښې د پ??كستان كرنسې په ستمبر مياشت اخر كښې د نړۍ درېمه كمزورې كرنسي وه ٬ خو په اتلسو ورځو كښې د نړۍ بهترين كرنسي جوړه شوه ٬ په تېره اوونۍ كښې د پ??كستانۍ روپۍ قدر كښې 3.9 فيصده اضافه شوې٬ د عارف حبيب لمېټډ پېشنګوئې او اندازه له مخئ په يو مياشت كښې دننه به د ډالر بيعه 200 روپو خو?? او شا ته راشي٬ د پ??کستان سټاک ايکسچينج کارکردګي هم پ??له پسې په ښه كېدو ده او د ګل په ورځ د كاروباري اوونۍ په پائ كښې كے اېس اي 100 انډېكس په 420825.25 پوائنټس بند شوے
د سينيټر اسحاق ډار د غوره اقتصادي پاليسو خواږه رامخې ته شوي٬ د پاكستان كرنسۍ د نړۍ د بهترين كرنسۍ اعزاز ترلاسه كړو
Immersive Roulette Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل