اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام ??يئ??مېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې معاشي بحالۍ او اولس ته ريليف وركولو لپاره هڅې كو??٬ د ځوانانو صلاحيتونه پكار راوستلو له عزم لرو ٬ واكمن ځوانان د خپلې كورنۍ او هېواد خوشحالۍ كښې مهم كردار لوبولې شي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔ ده وو??يل ګراني د څلورو كالو ټيټې كچې ته راغلې٬ حكومت معيشت ته ودې وركولو لپاره اقدامات كو??٬ ټولې معاشي اشاريي مثبت دي٬ په راتلونكو يو څو ورځو كښې به ګرانې كښې نور كمے او اولس ته به ريليف ترلاسه شي۔ ده وو??يل پاكستان دولت مشتركه سره په فعاله ډول په ګډه كار كو??٬ تر كال 2017 پاكستان كښې د چين پشمول نورو هېوادونو سرمايه كاري كو??ه٬ د 2017 نه تر كال 2024 سرمايه كاري پاكستان كښې نه ده شوې چې په سبب ئې مونږ زيات زيان سره مخ شو ٬ د اوسني حكومتي اقداماتو په سبب د ګردې نړۍ سرمايه كار پاكستان پلو راروان دي۔ ده وو??يل د دولت مشترکه سيکرټري جنرل پيټريشيا سکاټ لېنډ د پاکستان كاميابه دوره كړې٬ په يو شمېر لوظنامو او د مفاهمت په يادښتونو لاسليك شوے چې اثرات به ئې ډېر زر رامخې ته شي٬ پاکستان دولت مشترکه سره په مصنوعي زېركتيا كښې مرستې لپاره لوظنامه كړې ٬ په دولسم اګست به د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع د دې په باقاعده توګه اجراء كېږي۔ ده وو??يل د دولت مشترکه يوتھ منسټرز ټاسک فورس ??يئ??مين شپ پاکستان سره دے٬ د دې ټاسك فورس له مخې د دولت مشترکه 56 غړي هېوادونو د تعليم لوبو او صنعت وزيرانو به راتلونكي كال كښې د پاكستان دوره كو??، دې سره به دغه هېوادونو سره د تجارت او كاروبار موقعې راپېدا شي۔ ده وو??يل د يوتھ پارليمنټيرين فورم دولت مشترکه سره اشتراك شوے ٬ د دې فورم 56 غړي هېوادونه به د پارلماني تجربو تبادله كو??۔ ده وو??يل قامي رضا کار کور به په ګراس روټ ليول کار كو??٬ دا ځوانان به د موسمياتي بدلون، شجرکارۍ او د تعليم پشمول نورو څانګو لپاره په ځائي كچه كار كو??۔ ده وو??يل ګرد هېواد څخه د ځوانانو قامي رضاكار كور لوګو غوره كو??و لپاره 850 ډيزائنز رالېږلې شوي خو د كوئټه د ځوانانو لوګو كمېټۍ غوره كړے۔ ده وو??يل ځوانانو ته به د کرېش لينګوئج کورسز تربيه هم وركولې شي۔ ده وو??يل د اګست تر پائې به د وزيراعظم يوتھ لون سکيم بيا پېل كو??ې شي ٬ درې لكه ځوانانو ته به سل اربه روپۍ قرض وركولې شي، ځوانانو ته به 30 زره ملازمتونه وركولې شي۔ رانا مشهود احمد خان وو??يل د موجوده حكومت د زيركه اقداماتو په سبب د آئي ټي برامدات زيات شوي ځكه چې حكومت د آئي ټي ودې پلو پام ګرځولے دے۔
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې معاشي بحالۍ او اولس ته ريليف وركولو لپاره هلې ځلې كوٶ: رانا مشهود احمد خان
Money Tree Credibility Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل