اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او ??رمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د “ارلي چائلډ هډ ??ويلپمنټ سينټر آف ايکسي لينس” د بنياد تيګه اېښودې ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل تعليم د پرمختګ زينه ده٬ د نړۍ پرمختللي هېوادونه تر ټولو زياته سرمايه كاري په ابتدائي روزنه او تعليم او تربيه كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې دا سنټر به په پاکستان كښې د ارلي چائلډ هډ په ډويلپمنټ كښې کليدي کردار ادا كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د دغسې سينټر ضرورت محسوسېدو، نن علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ او روپاني فاؤنډيشن په ګډه د دې مركز جوړولو په لور وړومبے ګام واغست چې د ستائنه وړ دے۔ احسن اقبال ووئيل هېواد د پرمختګ په لور روانولو لپاره د تعليمي ايمرجنسي غوندې ډويلپمنټ ايمرجنسي او ??ه تندۍ سره په زياتېدونكې آبادۍ قابو موندلو لپاره ايمرجنسي ته ضرورت دے۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه ټول صلاحيتونه د قامي پرمختګ هدفونو لپاره خرڅ كړو ځكه چې دا زمونږ د ټولو پاكستان دے٬ مونږ ټولو له په ګډه هېواد د پرمختګ لوړې كچې ته رسول دي۔ پاکستان كښې د يونيسف نمائنده جوشواکر کائر سينټر جوړول يو ښه اقدام ګرځولو سره د پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډا??ټر ناصر محمود او د روپاني فاؤنډيشن چئيرمين نصر الدين رپاني له مباركي وركړه۔ په دې موقع وائس چانسلر پروفيسر ډا??ټر ناصر محمود د ارلي چائلډ هډ ايجوکيشن چئيرمين ډا??ټر محمد اطهر حسېن هم دستورې ته وېنا وكړه۔ د دې نه وړاندې ډپټي ډائريکټر ورکس جنې?? لياقت په سينټر د لګښت، سهولتونو او بشپړتيا ??ه اړه وفاقي وزير ته پريذنټيشن وركړو۔
وفاقي وزير احسن اقبال په اوپن يونيورسټۍ كښې د “ارلي چائلډ هډ ډويلپمنټ سينټر” د بنياد تيګه كېښوده
जिक्सियांग लोंगहु विश्वसनीय मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : sorteios quina