اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب فنانس ډويژن كښې د موډيز ريټنګز استازو سره زوم ميټنګ وكړو۔په غونډه كښې د وزارت اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔د خزانې وفاقي وزير د غونډې پېل د پاكستان معاشي نقطه نظر په اړه بريفنګ و??كولو سره وكړه۔ده د غېر ملكي زرمبادلې ذخيره 9 ارب امريكائي ډال??ه څخه زياتولو٬په 12.6 فيصد مستحكم ا??راط زر او غېر ملكي ترسيلات كښې 7.7 فيصد په زړه پورې اضافې رڼا واچوله۔د خزانې وزير ووئيل مالي كال 2024 ك??ې به د ټيكس په وصولۍ كښې 30 فيصد اضاضه كولې شي او د ټيكس وصولي به په پراخه پيمانه موثره جوړولې شي چې پكښې په اېف بي آر كښې نوې زرعي ټيكس او ډيجيټل اقدامات شامل دي۔ده په بريفنګ كښې ووئيل يو لك 50 ز??ه څخه زيات د خوراك خرڅوونكو په وړومبي ځل ټيكس وركونكو په توګه اندراج كړے كوم چې د ټيكس بنياد پراخه كولو پلو يو مهم پېشرفت دے۔د خزانې وزير ووئيل تر مالي كال 2027 محصولات د جي ډي پي تر 3 فيصد زياتول دي چې پكښې د جي ډي پي يو فيصد بنيادي سرپلس پروژې هم شاملې دي كومې چې د مالياتي استحكام ا?? پرمختګ لپاره ضروري دي۔وفاقي وزير محمد اورنګزېب د موډيز استازو ته د آئي اېم اېف سره د پاكستان 9 مياشت بائي ارینجمنټ د كاميابې بشپړتيا په اړه خبر كړو او په ميكرو اكنامك اشارو د دې په مثبت اثرات ئې زور راوړو۔ده د پاكستان پرمختيائي پروژې مالي اعانت په اړه د ګڼ اړخيزه ادارو باور رامخې ته كړو او موډيز ئې د مينځنۍ مودې يو نوې پروګرام لپاره د آئي اېم اېف سره پاكستان په دې وروستيو كښې د اسټاف ليول د شوې ايګريمنټ نه خبر كړو۔د خزانې وزير د توان څانګې او سركاري ادارو كښې په جاري اصلاحات زور راوړو چې پكښې د نجكارۍ او د حقوق سازۍ هڅې شامل دي چې مقصد ئې آپرېشنل كاركردګي او ګورننس ښه جوړول دي۔د موډيز ريټنګز استازو جامع بريفنګ و??تائېلو او قوي مالياتي اصلاحات او اسټرټيجك اقدامات د لارې ئې د پاكستان په اقتصادي راهدارۍ د باور څرګندونه وكړه۔
د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب د موډیز ریټنګز استازو سره زوم ميټنګ
टीपी कार्ड गेम विश्वसनीयता मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش