اسلام آباد20مارچ(اے پی پی)د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي پاكستان دا مهال معاشي لانګ مارچ ته ضرورت لري ٬په ماضي كښې تباهۍ پلو په بوتللو د هېواد ??ېر زيان شوے٬اپوزېشن دې په پارليمنټ كښې خپل مثبت كردار تر سره كړي دغسې چې هېواد مخ په وړاندې بوتللے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي وي پروګرام كښې وكړه ۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير د آئي ا??م اېف سره روانې خبرې اترې د ډاډ وړ وګرځولې ٬ ده ووئېل په هېواد كښې يو داسې سياسي ګوند شته چا چې د آئي ا??م اېف دفتر وړاندې به مظاهره كولو په مذاكرات كښې د خنډ رامخې ته كولو هڅه كړې٬دا معاشي ترهه ګري ده ۔احسن اقبال ووئيل هېواد په مستقل توګه په قرضونو او په مرستو نشي چلېدې ٬ مونږ له به اوس ??پل پیداواري صلاحيت زياتول وي او په هېواد كښې د ايكسپورټ ايمرجنسي لګولو ضرورت دے۔د يادونې وړ ده تېر كال د منصوبه بندۍ وزارت 5 ايز فرم ورك مرتب كړے ؤ چې پكښې ايكسپورټ٬انرجي٬ايكويټي٬اي-پاكستان او انوائرمنټ شامل دي۔په 5 ايز فريم ورك عملدرآمد لپاره د منصوبه بندۍ وزارت يو جامع منصوبه جوړه كړی او په دې اړ?? د ټولو وزارتونو څخه تجاويز هم اخلو۔د يوې پو??تن?? په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان ټولو چمبر آف كامرس له به خپل كردار ادا كول وي دغسې چې د كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او نورو څانګو كښې ويليو ايډېشن سره په دې څانګو كښې نور فعاليت راوستلے شي۔
پاكستان معاشي لانګ مارچ ته ضرورت لري ٬هېواد په مستقل توګه په پور نشو چولے ۔احسن اقبال
Happy Dinner Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : گرم گرم