بيجنګ 19اکتوبر(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق ك??كړ او د چين صدر شي جن پنګ د سي پېك ګړندي تعمير په اهميت زور راوړلو سره دا منصوبه پرمختګ٬روزګار٬جدت او ګرين ډوېلپمنټ راهدارۍ لپاره كليدي ګرځولې او په مختلف كچه سټريټجك روابط او په نړيوال فورمز مرسته جاري ساتلو سره سره د تذ??يراتي شر??كتداري په قوي كولو اتفاق كړے۔دواړو لارښودو ترمينځه د زيارت په ورځ د درېم بيلټ اينډ روډ فورم په موقع ګريټ هال آف پيپلز كښې ملاقات شوے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو رامخې ته شوو سيمه ايزو او نړيوالو چارو باندې خبرې كړي او په ټولو چارو ئې اتفاق كړے ۔دواړو لارښودو د سي پېك بېړني تعمير په اهميت زور راوړولو سره دا پرمختګ٬روزګار٬جدت او ګرين ډوېلپمنټ راهدارۍ له كليدي ګرځولے۔دوي په دې خبره زور هم زور راوړو چې د پاكستان پائيدار او مجموعي سماجي او اقتصادي پرمختګ دې سره تړلے دے۔وزيراعظم د چين صدر ته په درېم بيلټ اينډ روډ فورم په كاميابه تابيا مباركي وركړې او د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټيو سباؤن لائحه عمل په اړه ئې د وړاندې كړو 8 نكاتو ستائنه كړې۔دواړو لارښودو د پاكستان او چين ترمينځه په سټريټجك مرسته اډانه شر??كتداري او په نړيواله كچه رامخې ته شوې صورتحال په پس منظر كښې د دې سټریټجک اهميت رامخې ته كړو۔په ملاقات كښې دې خبرې ته هم اتفاق راغلے چې د دواړو هېوادونو شريكې ګټې لپاره د اعلٰی كچ روابط به لا قوي كولې شي۔وزيراعظم انوار الحق ك??كړ ووئيل پاكستان او چين د باور وړ شر??كتدار او ښه ملګري دي۔صدر شي جن پنګ ووئيل پاكستان د چين قوي ورور او د باور وړ ملګرے او امن او پرمختګ كښې شر??كتدار دے۔ده ووئيل چين پاكستان ته خپله خارجه پالېسۍ كښې ډېر اهميت وركوي او چين د پاكستان سالمتيا٬پولو تحفظ او پرمختګ كښې معاونت كوي۔دواړو لارښودو د ښه سيمه ايزو روابطو او اقتصادي پرمخ??ګ لپاره په شريكه مرسته خبرې هم كړي كومې چې د دواړو هېوادونو شريك وژن دے۔وزيراعظم انوار الحق ك??كړ ووئيل پاكستان به چين سره سيمه ايز روابط او د پاكستان خلقو سماجي او اقتصادي برمخ??ګ لپاره په ګډه كار كوي
نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ او د چين صدر شي جن پنګ ملاقات٬د سي پیك د ګرندي تعمير په اهميت زور٬پرمختګ٬روزګار٬جدت او ګرين ډوېلپمنټ راهدارۍ له عزم
Aztec Treasure Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا