اسلام آباد 19اکتوبر(اے پی پی)پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل(يو اېن اېس سي)كښې د شورو په ورځ شوې هنګامي غونډې په نتيجو د مايوسۍ څرګندونه كولو سره په غزه د بمبارۍ او غېر انساني ناكه بندۍ په سمدستي توګه ختمولو غوښتنه كړی ده ۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ خپل اوونيز پرېس بريفنګ كښې وو??ېل سلامتي كونسل له د بشري تباهۍ سبب جوړېدونكې بمبارۍ او ناكه بندۍ په سمدستي توګه ختمولو لپاره مقرره كردار ادا كول پكار دي۔وياندې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د اسرائيل څخه د غزه پولې ته د داخلېدو اجازه وركولو٬جنګ كښې دمه او د وګړو د هلته نه د وتلو حكم ختمولو په قرارداد د امريكې لخوا د ويټو پاور استعمال حواله وركړی۔دا غونډه چين٬روس او متحده عرب امارات د غزه خراب صورتحال په اړه خبرو اترو لپاره رابللې وه۔د برازيل لخوا وړاندې كړي قرارداد ته ډېر ملاتړ ترلاسه ؤ او په دې كښې د وګړو په ضد د هر ډول تشدد غندنه هم شوې وه ۔15 كسيزه كونسل كښې د (امريكې)په مقابل كښې 12 رائے وركړی شوې او روس او چين په رائے كښې برخه وانخسته۔دې وو??يل پاكستان په تاؤ تريخوالي باور نه لري بلكې جنګ بندي او دښمني ختمول غواړي او په نړيواله ورورورلۍ زور راوړې چې هغوي د امن باوري كولو لپاره په ګډه كار وكړي۔په دې پوښتنه چې پاكستان د كوم مينډېت له مخې د اسرائيل په ضد جنګ نه بلكې د امن لپاره خپل ځواكونه فلسطين ته د لېږلو اراده لري په ځواب كښې وياندې وو??يل د پاكستان داسې كومه منصوبه نشته ۔دې وو??يل د پاكستان دريځ پر??من دے او چرته هم كوم هېواد سره جنګ نه دلري او د مسئلو حل لپاره تل په خبرو اترو زور راوړې۔دې په غزه كښې د اسرائيل ظلم په خاص اتوګه په روغتون د اوسني بريد د پاكستان د غندنې پخلے وكړو۔دې وو??يل په وګړو بريدونه د جنګي جرائمو په دائره كښې راځي۔وياندې مېډيا ته وو??يل د فلسطينيانو لپاره يوه چارټرډ الوتكه د 100 ټنه بشري مرستې پشمول طبي سامان٬خيمې او كمبلو وړولو سره به مصر ته روانېږي۔دې مېډيا ته وو??يل د پاكستان څخه غېر قانوني غېر ملكي وګړو هېواد ته بېرته تللو په موضوع سفارتي كور لپاره يو بريفنګ غونډه شوې۔دې وو??يل د ځورونې پېښو مخ نيوي لپاره يو اداره جاتي طريقه كار جوړ كړے شوے او د ګيلو ازالې لپاره يو هېلپ لائن هم جوړ كړے شوے ۔تر 31 اكتوبر آخري تاريخ كښې د كومې هم پر??ختيا په اړه د پوښتنې په ځواب كښې دې وو??يل چحكومت سره د داسې كومې هم پريكړې اختيار شته۔د شورو په ورځ په جده كښې د غزه په معامله شوي او آئي سي وزارتي غونډې په اړه وياندې ممتاز بلوچ وو??يل شريكه اعلاميه د غړو هېوادونو ترمينځه د اتفاق رائے عكاسي كوي۔درېم بيلټ اينډ روډ فورم كښې ګډون لپاره وزيراعظم انوار الحق كاكړ د چين جاري دورې حواله وركولو سره دې وو??يل دا دوره د سي پېك لسيزې جشن په مناسبت څخه ده٬د چين مشرتابه سره ملاقات٬په دستوره كښې ګډون كوونكو نورو لارښودو سره ملاقات او د تهنك ټينكس او مېډيا سره خبرې اترې د دې دورې برخې دي ۔دې وو??يل د دورې په مهال د پاكستان او چين راب??ې٬??واصلاتي پروژو پشمول اېم اېل ون٬فوډ سكيورټي او ريسرچ٬صنعتي مرسته او موسمياتي بدلون په اړه د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك شوے۔مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم رامخې ته كولو سره وياندې تېره جمعه د سرينګر جامع مسجد په زبردستۍ بندولو او د كشميري لارښود مير واعظ عمر فاروق په كور كښې نظر بندولو حواله وركړه كوم چې په دې وروستيو كښې د څلور كلونو نظربندۍ نه پس خوشې كړے شوے ؤ ۔دې وو??يل پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو تر عملدرآمد د كشميريانو وروڼو او خوئېندو ملاتړ به جاري ساتي۔
سلامتي كونسل له د بشري تباهۍ سبب جوړېدونكې بمبارۍ او ناكه بندۍ په سمدستي توګه ختمولو لپاره كردار ادا كول پكار دي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ اوونيز پرېس بريفنګ
Top forward entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : apostas quina