اسلام آباد 01 نومبر (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي آئين مونږ ته د عدالتي پريكړو احترام ښائې٬خپل ځان عدالت ته وړاندې كوو٬اوس ??ه سړكونو احتجاج هېڅ جواز نه لري۔اولس دې د احتجاج د سياست څخه آزاد كړی شي۔شخصي ټي وي چينل له مخې د نهې په ورځ د سترې محكمې په خوا كښې مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل دا مهال مونږ سره اقتدار دے او مونږ پخ??له عدالت ته وړاندې شوي يو٬عدالت دا وئېلي چې هېواد پھ كوم كېفيت كښې دے بايد دا ختم كړې شي۔ده ووئيل د اوسنۍ وضعې حل هم دغه دے۔سترې محكمې وئېلي دي ټولې ډلې دې د عدالتي پريكړې احترام وكړي او د احتجاج د سياست څخه دې ډډه وكړي كوم چې د هېواد معاشي پرمختګ له يو لويې خنډ دے۔پھ دې موقع د رېلوے وزير خواجه سعد رفيق ووئيل په عدالتي تجويز وزيراعظم پھ زړه پورې ډول وئېلي دي د سترې محكمې د پريكړو احترام كوو او د كمېشن جوړولو پريكړی هر كلے كوو ۔ده ووئيل اوس عمران خان له پكار دي چې خپل كارمندان نور د ستونزو سره مخ نه كړي او د سترې محكمې د پريكړو احترام وكړي۔
آئين مونږ ته د عدالتي پريكړو احترام ښائې ٬خپل ځان عدالت ته وړاندې كوو
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت