اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد يوې مېرمنې ته د هغې په كور د شوې قبضې ختمولو په اړه د هراسيت مخ نيوي وفاقي محتسب پريكړه برقراره ساتلو سره ځپلې مېرمن ته د كور ملكيت بېرته وركولو احكامات جاري كړي۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مېرمن د ملكيتي حقونو نفاذ ايكټ تر مخه د ځايې كمشنر د لارې د ځپلې مېرمند قيمتي جائيداد بحالولو حكم وركړے۔په دې اړه په خپله پريكړه كښ?? صدر هدايت كړے چې په جائيداد غېر قانوني قبضه ختمه كړئ او كه ضرورت پیښ شو نو ژندرېورله ماتې كړئ او د ملكيت بېرته اخستو په لاره كښ?? ولاړ خنډان لرې كولو سره او حقدار ته خپل جائيداد بېرته وركړئ ۔په پريكړه كښ?? وئېلې شويد عاليه فضل(شكايت كونكې) د جائيداد ټائتل بحالولو يا د قبضې وركولو لپاره يو ځايې كمشنر دې تقرر كړے شي٬په دې لړ كښ?? ځايې كمشنر د ضرورت په وخت د ځايې پوليس مرسته اغستلې شي۔د ځايې تهاڼې اېس اېچ او له پكار دي چې هغه ځايې كمشنر ته مرسته وركړي او ځايې پوليس پهمتعلقه وخت كمشنر سره موجود وي ۔صدر مملكت په خپله پريكړه كښ?? د تورن بې بنسټه دريځ مسترد كولو سره وئېلي دي تورن دخپل كور ټائټل ثابت كولو لپاره هېڅ نه دي وړاندې كړي٬دغسې د محتسب احكامات په ضد د نمائندګۍ راوړلو كوم جواز نشته ۔د يادونې وړ ده د مېرمن عاليه فضل پلار په بحريه ټاؤن اسلام آباد كښ?? د خپل كور معاملات چلولو لپاره هغه اټارني مقرر كړې وه٬كور د كال 2007 نه تر كال 2016 بېلو كسانو ته په كرايه وركړے شوے ؤ او د دې نه پس بيا خالي ؤ ۔د شكايت كونكې ??رور چې په كال 2020 كښ?? كور ته لاړو نو پته ولګېده چې نامعلومو كسانو په غېر قانوني توګه په كور قبضه كړې ۔د قبضې اطلاع بحريه تاؤن او ځايې پوليس ت?? وركړې شوه ٬پوليس ت??رن راوغوښتے ؤ چا چې د كور خالي كولو ضمانت وركړو۔د دې نه پس ت??رن په عدالت كښ?? مقدمه دائر كړه چې كور په كال 2008 كښ?? د يوې لوظنامې په بنياد اخستلےشوے او يوه جعلي لوظنامه ئې هم وړاندې كړه۔شكايت كونكې ??ه كور د قبضې خلاصولو لپاره د هراسيت مخ نيوي محتسب سره رابطه وكړه او دغسې د هراسيت مخ نيوي وفاقي مختسب د شكايت كونكې ??ه حق كښ?? احكامات جاري كړل۔د دې نه پس ت??رن صدر مملكت ته د محتسب احكاماتو په ضد درخواست وركړو كوم چې په بې بنسټه وګرځزلے شو او رد كړے شو
صدر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد يوې مېرمن ته د كور ملكيت بېرته وركولو احكامات جاري كړل
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania