اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) د قامی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن سلاكار عرفان صدیقی وئيلي دي د فنکارانو ښېګړې له كوټلې سفارشات به د روانې مياشتې تر آخر وزیراعظم ته وړاندې كړې شي۔ د شورو په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د فنکارانو د ښېګړې اقدامات تجویز كولو لپاره جوړه شوې د وزیراعظم کمېټۍ خپل كار پيل كړے۔ په دې لړ كښې وړومبۍ غونډه تيره ورځ لاهور كښې شوې چې پكښې بېل فلاحی اقدامات تجویز کړې شول۔ عرفان صدیقی ووئيل د فنکارانو ښېګړې په اړه وړاندېزونو ته حتمی شکل وركولو له به په 14 مارچ اسلام آباد كښې د څلورو واړو صوبو كلتورې چارو څارنې سیکترانو غونډه رابللې شوي چې پكښې به بيلو صوبو كښې د هغه سکیمونو جاج اخستلې شي كوم چې د فنکارانو ښېګړې لپاره روان دي۔ده ووئيل د فن مشري او د فنکارانو هر ډول ښېګړه امناكه ټولنې له ضروری ده۔ د اولس د اړخه هم د فنون لطیفې سره تعلق لرونكو فنکارانو شهرت له به د وركړې شوي تجويزونو هركلے كولې شي۔ ده ووئيل زه به ډير زر په فن او كلتور ليكونكو خبريالانو سره هم ملاقات وكړم۔ دې نه وړاندې کراچۍ كښې د څو لسيزو راهېسې نړيوالې مشاعرې كونكې نوموړې تنظیم ’’ساکنان د قائد د ښار‘‘په اړه 12 كسيزه پلاوي د وزیراعظم سلاكار عرفان صدیقی سره قامی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن كښې وليدل او هغه ته ئې د پاکستان ورځ په لړ كښې په 22 مارچ کراچۍ كښې د 25م سلور جوبلی په موقع د نړيوالې مشاعرې مشري كولو بلنه وركړه۔ په دې مهال عرفان صدیقی ووئيل حکومت نړيوال او ادبی هلو ځلو ته وده وركوي دغسې چې ټولنې څخه د انتها خوښۍ خاتمه وشي ۔پلاوي كښې سید صفوان اللہ، اقبال احمد خان، محمود احمد خان، رضوان صدیقی، حاجی شفیق الرحمن او د جمال اظهر پشمول 12 كسان شامل وو ۔ بلخوا د ټول هېواد فنکارانو د وزیراعظم د اړخه د فنکارانو ښېګړې او او د فن لپاره د كوټلې اقدامات تجویز کولو لپاره د عرفان صدیقی په مشرۍ كښې د 12 كسيزه کمېټۍ جوړولو هركلې وكړو۔
د فنکارانو ښېګړې له كوټلې سفارشات به د روانې مياشتې تر آخر وزیراعظم ته وړاندې كړې شي،عرفان صدیقی
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات