اسلام آباد۔30 دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د شورؤ په ورځ د افغانس??ان د تجارت او صنعت وزير ناصر احمد غوریانی ملاقات كړے۔ ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ سپيكر په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل پاكس??ان افغانس??ان سره د ورورولۍ خپلو پخوانو اريكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ موجوده پارليمنټ افغانس??ان سره دوه اړخيزه مرسته او تجارتي حجم زياتولو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ سي پېك منصوبه ?? منطقې د پرمختګ او سوكالۍ منصوبه ??ه او د دې له امله به ??فغانس??ان د منطقې نورو هېوادونو سره د تجارت ګېټ وے ثابت شي۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل د پاكس??ان او افغانس??ان ترمينځه تجارتي لوظنامې او افغان ټرانزټ ټرېډ سره به ?? دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ نوے دور پېل شي۔ د افغانس??ان د تجارت او صنعت وزير ناصر احمد غورياني دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركولو له د پاكس??ان حكومت د پورته كړو ګامونو ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل د امن لوظنامې په كېدو د پاكس??ان كردار د ستائنې وړ دے۔ هغه ووئيل افغانس??ان كښې تل پاتي امن له د پاكس??ان مرسته ضروري ده۔هغه ووئيل د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ودې له د پاكس??ان پارليمان كردار د ستائنې وړ دے۔ افغانس??ان د پاكس??ان صنعتي څانګې نه استفاده كول غواړي۔ په پاک۔افغان ترجیحی تجارتی لوظنامه او افغان ټرانزټ ټرېډ لوظنامه 80 فیصده پېشرفت شوے او ډېر زر به لاس ليك شي۔ هغه زياته كړه چې افغان حکومت به پاكستانو سوداګرو له ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ هغه د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د افغانس??ان دورې كولو بلنه هم وركړه
د سي پېك له امله به افغانستان د منطقې نورو هېوادونو سره د تجارت ګېټ وے ثابت شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د افغانستان د تجارت او صنعت وزير ناصر احمد غورياني سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا