اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د الوتكې په پېښه كښې د مړو شويو كسانو د جسدونو د پېژندګلې عمل روان دے٬ د 11 جسدونو پېژندګلي كېدو سره وارثانو ته سپارل شوي دي۔ د ګل په ورځ په پې??ز روغتون كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پېښه كښې د مړو شويو يوولس كسانو پېژندګلي دوي سره د موجود سامان او ډېنټل ټېسټونو نه شوې او د 35 جسدونو نمونې اخستلو سره ډي اېن اے ټېسټ لپاره ليبارټرې ته لېږل شوې دي۔ هيله ده چې د دسمبر تر 17مه نې??ه به د ډي اېن اے ټېسټ نتيجې راشي او دا عمل به ترسره شي۔ ده ووئيل چې د وفاقي حكوم?? لخوا وارثانو ته هر ډول ممكنه اسانيې وركولې شي۔
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر