اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) د بهرنیو چارو وزیره حنا ربانې كهر د قطر په پلازمينه دوحه كښې د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کښې ګډون كوي ٬ هغه به د نورو هېوادونو له مشرانو سره هم لیده کاته كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش په مشرۍ كښې كېدونكې دې غونډه كښې به سيمه ايز او نړيوال هېوادونه د افغانستان په روان وضعه بحث كوي۔ د بهرنيو چارو وزيره به د افغانستان په اړه د پاکستان دريځ وړاندې کوي او د نړۍ او سيمه ييزو شريکانو سره به رايې يو كولو له په ګډه کار کوي۔ وياندې وئيلي چې پاکستان به د يو سوليز ، باثباته ٬ خپلواكه او سوكاله افغانستان د ګډې مقصدونو مخ په وړاندې بوتللو له د ټولو هڅو ملاتړ روان ساتي۔
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا