ملګري ملتونه 23 نومبر (اے پی پی) پاکستان نړيوالې ورورولۍ ته وئيلي دي د پاك هند سندھ طاس لوظنامې پشمول د اوبو د لارو لوظنامو تحفظ دې باوري كړې شي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازې ډاكټر ملیحه لودھی سلامتی کونسل كښې د اوبو ، امن او سلامتیا په سرخط د مباحثې په مهال ووئيل نړيواله ورورولۍ دې دا خبره باوري كړي د اوبو د لارو د نړيوالې لوظنامې لكه څنګه چی په 1960ء كښې د نړيوال بانك په ثالثۍ كښې د پاکستان او هند ترمينځه شوې ده هغه سندھ طاس لوظنامې ته يو اړخيزه ا??دا?? څخه خطر نشي رامخې ته كيدې۔ تر اوبو رسنه بنیادی حق دے كومې ته چې په وخت تحفظ وركول پكار دي۔ دې ووئيل بايد اوبه د وسلې په توګه ون?? كارولې شي۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر بان کی مون هم سندھ طاس لوظنامه د مثبتې مر??تې مثال ګرځولې۔ ډاکټرملیحه لودھی ووئيل سندھ طاس لوظنامه يو پلو د مر??تې يو ښه مثال دے بلخوا لوظنامه دا مثال هم ګرځېدې شي كه كوم هيواد د دغسې لوظنامې ماتولو دهړكه وكړي نو نړيواله ورورولي دې خبر وي او هغوي دې دا شخړه په جنګ بدلولو مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔
نړيواله ورورولي دې د پاك هند سندھ طاس لوظنامې پشمول د اوبو د لارو لوظنامو تحفظ باوري كړي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں