اسلام آب??د 21 دسمبر (اے پي پي) د قامي اس??بلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف سره د آسټريليا هائي کمشنر نيل هاکنز ملاقات کړے ٬ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ په دې موقع سپيکر ووئيل پاکستان د آسټريليا سره د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري،د دواړه هېوادونو ترميينځه پارلماني رابطو او اقتصادي مرستي لا زياتولو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل پاك ۔آسټريليا پارليمانټري فرېنډشب ګروپ پارليماني سفارت کارۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل پارليماني رابطي او اقتصادي مرسته زياتول د دواړه هېوادونو په ګټه وي۔ دغسې ددواړه هېوادونو کاروباري ورورولۍ ترمينځه رابطو ته ودې وركولو ته ضرورت دے۔۔د قامي اس??بلۍ سپيکر پاکستان كښې د سېلاب ځپليو مرستي او بحالۍ لپاره د آسټريليا حکومت مرسته ستائلو سره ووئيل د پاکستان اولس او حکومت د زياتي شوي ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لوظي دے۔په سد مهال د آسټريليا هائي کمشنر د ترهه ګرۍ ختمولو او د غذائي تحفظ په چيلنجونو قابو موندلو لپاره د آسټريليا حکومت د اړخه د پاکستاني حکومت سره د عزم پخلے وكړو
د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف سره د آسټريليا هائي کمشنر ملاقات، د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه
Tiger makes money APP game official website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ