اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې مونږ له به د همت نه كار اخستل وي او په ګډه به د موجوده صورتحال مقابله كول وي??د سېلاب له امله په سندھ كښې زياته تباهي شوې ٬پاك پوځ او د مرستې ډلې د مرستې په كارونو كښې بوښت دي٬په سندھ كښې د سېلاب له امله د ځپليو سيمو دورې او د مرستې او بحالۍ د كار جائزې اخستلو لپاره د خالي په ورځ كله چې وز??راعظم د سندھ صوبې سجاول ضلعې ته ورسېدو نو وز??راعظم ته د سېلاب ځپليو مرستې او انفراسټركچر بحالۍ په اړه بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع په خبرو كښې وز??راعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې د سېلاب څخه په سندھ كښې زياته تباهي شوې او ډېر زيات زيان شوے۔ ده ووئيل چې ما وليدل چې هر خوا اوبه دي۔ وز??راعظم ووئيل چې په شمالي سيمو كښې هم د سختو بارانونو له امله خلك په حق رسېدلې دي۔ ده ووئيل چې په شمالي سيمو كښې د سختو بارانونو له امله ځينې هوټلې او كورونه د سېلاب اوبو اوړې دي۔ ده ووئيل چې پاك پوځ او د مرستې ډلې د مرستې په كارونو كښې بوښت دي۔وزيراعظم ووئيل چې ځينې كسان رېسكيو كړی شوي او هغوي محفوظ ځايونو ته منتقل كړي دي۔ ده ووئيل چې مونږ له به په مطالباتو صوبائي حكومت سره په ګډه پالېسي جوړول وي
مونږ له به د همت نه كار اخستل وي او په ګډه به د موجوده صورتحال مقابله كول وي٬د سېلاب له امله په سندھ كښې زياته تباهي شوې ٬پاك پوځ او د مرستې ډلې د مرستې په كارونو كښې بوښت دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
Dream Chaser Trusted Website
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری