اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) نائب و??يراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان معاشي پرمختګ او استحکام پلو روان دے، د محدود وسئلو باوجود په پرمختيائي منصوبو كار روان دے، معاشي استحکام لپاره اصلاحات د وخت مهمه تقاضا ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان (اېس اي سي پي) د هېډ آفس ود??نۍ د بنياد تيګه كېښودو لپاره دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب، د اېس اي سي پي چيئرمېن عاکف سعيد او د اېس اي سي پي باني چيئرمېن شميم احمد خان هم موجود ٶ۔ نائب و??يراعظم ووئيل د هېواد معاشي ترقۍ لپاره موقعې موجود دي٬ مونږ ?? هر ډول چېلنجز سره مخ يو ٬ يوازې خنډان لرې كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حکومت د شريك تجارت په پاليسۍ عمل كوي، د هېواد د برآمدات وده د حكومت بنيادي اېجنډا ده٬ پاکستان سټاک مارکيټ په منطقه كښې د ټولو نه ښه روان دے۔ نائب و??يراعظم ووئيل دوه اړخيزه او بهرنو هېوادونو سره تجارت ته وده وركول زمونږ د پام محور دے، موجوده حکومت هېواد د ديوا??يه كېدو نه ساتلے، مايوسي خپرونكي دي واوري٬ پاكستان به هېڅ كله نه ديوا??يه كېږي۔ ده ووئيل وزيراعظم ټول پام معاشي اصلاحات او تجارت ته ودې وركولو ته ګرځولے٬ د هېواد د برآمدات وده د حكومت بنيادي ټګلاره ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې سکيورټيز اينډ ايکسچينج کميشن (اېس اي سي پي) هيډ آفس بلډنګ به په ټاكلې موده كښې جوړ كړے شي٬ دې ود??نۍ له د پلاټ منظوري په كال 2017 كښې زمونږ حكومت وركړې وه٬ د ود??نۍ په جوړولو كښې به نور تاخير نه كېږي۔ نائب و??يراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل زمونږ په دور كال 2016 كښې د هېواد درې واړه سټاک مارکيټس ضم كړے شوي٬ د كال 2013 نه تر كال 2017 په مهال په دې لړ كښې په قوانين كښې اصلاحات شوي۔ په دستوره كښې نائب و??يراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب، د اېس اي سي پي چيئرمېن عاکف سعيد د نورو سره د اېس اي سي پي هيډ آفس ود??نۍ د بنياد تيګه كېښوده۔
پاکستان معاشي پرمختګ او استحکام پلو روان دے، د محدود وسئلو باوجود په پرمختيائي منصوبو كار روان دے۔ د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار دستورې ته وېنا
जीली कार्ड गेम ईमानदार मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری