اسلام آباد 15جولائي (اے پي پي) صد?? مملکت آصف علي زرداري ته د زمبابوے، تاجکستان، روانډا، ارجنټائن، ميانمار، کمبوډيا او بوټسوانا سفيرانو خپل اسناد وړاندې كړل او هغه سره ئې جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔د ايوان صد?? پرېس ونګ له مخې صد?? مملکت په دې موقع ووئيل پاکستان كښې د سرمايه کارۍ پراخه موقعې شته،ملګرې هېوادونه دې د پاکستان د سرمايه کارۍ دوست ماحول څخه ګټه پوره كړي،غير ملکي سرمايه کار دې د پاکستان د زراعت، لائيو سټاك، انفارمېشن ټيکنالوجي، توان او کان کني په څانګو كښې د سرمايه کارۍ موقع?? ولټوي،پاکستان د ټولو ملګرو هېوادونو سره تجارت، سرمايه کارۍ او د كلتور پشمول بېلو څانګو كښې مرسته زياتول غواړي۔ده ووئيل پاکستان اقتصادي مرستې زياتولو،ملګرو هېوادونو سره تجارتي حجم د بشپړ صلاحيت له مخې زياتولو ته خاص اهميت وركوي۔دغسې صد?? مملکت اقتصادي او تجارتي اړيكو ته ودې وركولو له د کاروباري وروروليو ترمينځه په رابطو زياتولو زور راوړو۔په دې مهال صد?? آصف علي زرداري سفيرانو ته پاکستان كښې د سفير په حيث په تعيناتۍ مبارکي وركړه۔ده هيله څرګنده كړه چې غوره شوي سفيران به شريكه ګټه ور مرسته لا زياتولو له خپل کردار ترسره كړي۔دې څخه وړاندې سفيرانو ته ايوان ِصدر ته په رسيدو د پاکستان وسله والو ځواكونو ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔
صدر آصف علي زرداري ته د زمبابوے، تاجکستان، روانډا، ارجنټائن، ميانمار، کمبوډيا او بوټسوانا سفيرانو خپل اسناد وړاندې كړل
पासा उच्च और निम्न आधिकारिक मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو