اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان كښې د اوبو كمي په زيات شوي بحران قابو موندلو لپاره كرونده كښې د ډرپ او سپرے ارېګېشن غوندې نظام خپلولو او په سمارټ ډول د اوبو كارولو ته ضرورت دے ، زرعی څانګه د هېواد نزدې 95 فیصده اوبه استعمالوي كومې لپاره چې د اوبو كارولو كښې د بچت په اړه سمدستي منصوبه بندي او اصلاحات پكار دي۔د دې خيا??ات?? څرګندونه ده د شورو په ورځ اسلام آباد كښې په م??سمي لحاظ سره لچکدار پاکستان كښې د اوبو او خوراك نظام لپاره د بدلون لارې په سرخط نړيوال کنفرنس ته د ويډيو لنك خطاب په م??ال و??ړه۔د کنفرنس اهتمام انټرنیشنل واټر مینجمنټ انسټی ټیوټ، پاکستان کونسل آف ریسرچ ان واټر ریسورسز، نېشنل فوډ سکی??رټ?? اینډ ریسرچ وزارت ، د اوبو و??ائلو و??ارت،د موسمي بدلون وزارت او یونیسف كړے ؤ چې پكښې نړيوالو او ځائې د اوبو پوهانو ګډون كولو ۔په خپله وينا كښې صدر ووئيل پاکستان له د خپلو موجوده اوبو و??ائلو محفوظولو لپاره جامع انتظام ته اړتيا ده۔ صدر مملکت صنعتی خزلې څخه سمندرونه بچ كولو لپاره د اوبو ويستلو د كوټلي نظام په جاجت هم زور راوړو۔ په دې موقع ډائریکټر جنرل پاکستان کونسل آف ریسرچ ان واټر ریسورسز ډاکټر حفضه رشید، انټرنیشنل واټر مینجمنټ انسټی ټیوټ څخه ډاکټر بنیود هوماتوف او ډاکټر جوآن کارلوس سانچیز رامیرز، انټرنیشنل فوډ پالیسی ریسرچ انسټی ټیوټ څخه ډاکټر سټیفن ډیوس او آسټریلین سنټر فار انټرنېشنل ایګریکلچرل ریسرچ څخه ډاکټر نیل لازارو هم خطاب وكړو
كروندې لپاره ډرپ او د سپرے اوبه خور نظام په خپلولو د اوبو بحران څخه بچ كيدے شوو ۔صدر ډاکټر عارف علوي
Flame Mask Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار