ک??اچ?? 19 جون (اے پي پي) پاکستان كښې د كال 1444 هجري ذي الحجه مياشت په نظر راغلې ده٬ (نن) د نهې په ورځ به وړومبۍ ذي الجحه وي او لوے اختر به د جون په 29مه نيټه د زيارت په ورځ ??ي۔ د ذُوالحجه مياشت ليدلو لپاره د مركزي روېت هلال كمېټۍ غونډه ?? چيئرمېن مولانا سيد محمد عبد الخبير آزاد په مشرۍ د موسمياتو مېټ كمپلېكس ك??اچ?? كښې شوې۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وزارت حافظ عبد القدوس٬ فني معاونت لپاره د موسمياتو څانګې چيف مېټ سردار سرفراز٬ د سپاركو څانګې څخه غلام مرتضيٰ٬ د سائنس او ټېكنالوجۍ جوائنټ سېكتر زېن العابدين او د پاکستان نېوي کمانډر سعد خپل خدمات ترسره كړي۔ په غونډه كښې د مركزي روېت هلال كمېټۍ غړو ګډون كړې۔ په دې موقع ګرد هېواد كښې د زونل روېت هلال كمېټو غونډه خپل اړوند هېډكوارټرز كښې شوې۔ د كمېټۍ چيېرمېن مولانا سيد محمد عبد الخبير آزاد اعلان كولو سره ووئيل چې د پاكستان په زياتره سيمو كښې وريځ وه خو ځيني سيمو كښې آسمان شين ٶ او په بېلو سيمو كښې د ذي الحجه مياشت په نظر راغلې ده٬ (نن) د نهې په ورځ به وړومبۍ ذي الجحه وي او لوے اختر به د جون په 29مه نيټه د زيارت په ورځ ??ي۔ په دې موقع مولانا سيد محمد عبد الخبير آزاد ټولې اسلامي نړۍ او قام له د لوي اختر مباركي وركولو سره د خوږ هېواد اتحاد٬ وحدت٬ سلامتي او استحکام٬ پرمختګ او سوكالۍ٬ د مقبوضه كشمير او فلسطين آزادۍ او په يونان كښې د ??ېړ?? په پېښه كښې حق رسېدليو پاكستانيانو لپاره خاص دعاګانې هم وكړې۔
پاکستان كښې د ذي الحجه مياشت په نظر راغله٬ لوے اختر به د جون په 29مه نيټه د زيارت په ورځ وي
Wangwangwangwang online entertainment official website
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب