اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د افغانستان په لوګر ولايت كښې د پنجاب حكومت د كرېش ل??نډنګ كوونكې چورلكې شپږ كسيزه عمله د خوشې كېدو ??ه پس د خ??لي په ورځ اسلام آباد ته راورسېده۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د عملې غړي په فاټا كښې په پاك افغان پوله قبائيلي مشرانو ته وسپارل شو?? كوم چې د فاټا نه د چورلكې د لارې اسلام آباد ته راورسول شو??۔ د چورلكې د عملې په غړو كښې كېپټن صفدر حسېن﴿چيف پائلټ﴾ كېپټن صفدر اشرف٬ كېپټن محمد شفيق الرحمان﴿فرسټ آفيسر﴾ ناصر محمود﴿ فلائيټ انجينئر﴾ محمد كوثر﴿ كريو چيف﴾ او سرګئي سيوستيانوف﴿ روسې نيوي ګېټر﴾ شامل دي۔ د پنجاب حكومت اېم ائي 17 چورلكې د معمول له مخې د رغونې په عرض روسيې د تللو په مهال د اګست په 4مه نېټه د افغانستان په لوګر ولايت كښې كرېش ل??نډنګ كړې و چرته چې د عملې غړي يرغمال كړې شوې وو۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب