اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد معاشي استحكام او پرمختګ لپاره برآمدات زياتولو ته اړتيا ده، برآمدات او درآمدات كښې خليج لرې كولو لپاره سمندر پورې پاكستانيانو د اړخه رالېږلې شوي ترسيلات زر مهم دي ، سوهني دھرتي ريمېټنس پروګرام د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره مراعات او ګڼې آسانۍ لرونكې منصوبه ده۔سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د ټيكس مراعات منصوبه هم راوړو۔ده د زيارت په ورځ د سوهني دھرتي ريمېټنس پروګرام پرانستې دستورې ته وينا كوله،دستورې ته د خزانې صلاحكار شوكت ترين ، ګورنر سټيټ بينك رضا باقر هم وينا وكړه۔ د وزيرِاعظم سمندر پورې پاكستانيانو آسانيو وركولو ويژن ترمخه د سټيټ بنك سوهني دھرتي ريمېټنس پروګرام پېل كړے، د پروګرام ترمخه سټيټ بنك تفويض كړو ذريعو څخه رالېږلې كيدونكې ترسيلاتِ زر په عوض به سمندر پورې پاكستانيانو له ريوارډ پوائنټس وركولې شي چې د لارې به ئې هغوې سركاري ادارو څخه وركړې كيدونكې خذمات ويړيا كارولې شي۔ دې مقصد لپاره موبائل ايپليكيشن به هم جارې كولے شي چې ترمخه به ئې سمندر پورې پاكستانيان خپل ريوارډ پوائنټس په عوض نه يواځې سركاري ادارو خذمات ترلاسه كولې شي بلكه دې څخه استفاده كولو له به خپل بينيفشري هم په ګوته كولې شي كوم ته به چې دا ريوارډ پوائنټس منتقل كيدے شي۔وزيرِ اعظم دستورې ته وينا كښې وووئيل په دې نوې پروګرام ګورنر سټيټ بينك ته پيرزوئنې وړاندې كوم،د پاكستان تر ټولو لويه مسئله دا ده چې برآمدات ته پام لرنه نه ده شوې،د 1960 په لسيزه كښې د پاكستان او هانګ كانګ برآمدات برابر وؤ دغسې نن د پاكستان په مقابل كښې د هغوې برآمدات څو چنده زيات دې، ده ووئېل د سنګا پور برآمدات نن 300 اربه ډالره څخه اود ملائيشيا برآمدات 260اربه ډالره څخه زيات دي۔ وزيراعظم ووئيل سږ كال زمونږ برآمدات د تاريخ په لوړه كچه دي خو تير وخت كښې برآمدات ته پام لرنه نه ده شوې د كومې چې پاكستان ته زيان رسېدلے ، زمونږ په معيشت كښې چې كله هم بړھوتري رامخې ته شي نو سمدستي د كرنټ اكاؤنټ فشار راشي، ده ووئېل زمونږه روپۍ زياتې بهر ته روانې دي او هېواد كښې سرمايه كاري زياته نه ده شوې هم دغه وجه ده چې پاكستان تر اوسه 20 ځله آئي اېم اېف ته رجوع كړې۔ده ووئېل زمونږ د حكومت راتللو څخه وړاندې صنعت د جمود ښكار ؤ دغسې زمونږ په اقدامات لارج سكيل مينوفيكچرنګ زيات شوي ۔ وزيراعظم ووئيل تر څو چې زمونږ برآمدات نه وې زيات شوې تر هغه وخت برآمدات او درآمدات كښې رامخې ته خليج لرې كولو لپاره د سمندر پورې پاكستانيانو د اړخه رالېږلې شوي ترسيلات زر مهم دې۔ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيان زمونږ اثاثه ده،په سخت وخت كښې د هغوې د اړخه راېږلې شوې ترسيلات زر سره د هېواد مرسته شوې، ده ووئېل زمونږ حكومت سمندر پورې پاكستانيانو له د روشن ډيجيټل پشمول بيل اقدامات كړې۔ سوهني دھرتي ريمېټنس پروګرام هم د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره په مراعاتو كښې يو بل اړه دے،د دې پروګرام ترمخه د بېنكونو د لارې روپو رالېږلو سره به سمندر پورې پاكستانيانو له بيلې آسانۍ وركولې شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل روشن ډيجيټل پروګرام څخه سمندر پورې پاكستانيان كور اخستلے شي ، جائيداد اخستلے شي۔ وزيراعظم ووئيل سمندر پورې پاكستانيان تر ټولو زيات ريئل اسټيټ كښې سرمايه كاري كوې دغسې هغوې خپل كور جوړولے شي۔ده ووئيل د بېنك د لارې اخستونكې جائيداد يوه محفوظه سرمايه كاري ده ٬ دې سره جعلي سكيمونو كښې د سرمايه كارۍ څخه سمندر پورې پاكستانيان محفوظ پاتې كيدے شي ځكه چې د بېنك ادائيګۍ څخه وړاندې د دې سكيم په اړه ټول معلومات ترلاسه كيدے شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ هڅې كوو چې 90 لكهه پاكستانيانو له مراعات وركړو ٬ هغوې د پاكستان لپاره دړد لري،د هغوې لپاره مونږ آسانۍ راپيدا كوو دغسې چې هغوې سرمايه كاري وكړې او كاروبار وچلوي، په دې لړ كښې ولاړ ټول خنډان لرې كولو له چمتو يو۔ وزيراعظم ووئيل بهر هېوادونو څخه چې كومې هم روپۍ هېواد ته راځي دومره به هغوې ته وي آئي پي پروټوكول ترلاسه كېږي۔د خزانې صلاحكار شوكت ترين ووئيل سوهني دھرتي ريميټنس پروګرام د حكومت د اړخه د سمندر پورې پاكستانيانو يوه مننه ده،كله چې سمندر پورې پاكستانيان د بېنكونو د لارې روپۍ رالېږي نو بېنكونو ته په دې روپو ريوارډ ترلاسه كېږي دغسې روپو رالېږونكو ته په دې كښې كوم ريوارډ نشته، سټيټ بينك د اړخه اليكټرانك او په ډيجيټل بنيادونو دا پروګرام د يو مارك څخه كم نه دے، پاكستانيان په خپلو رالېږونكو روپو ترلاسه كيدونكې پوائنټس د پي آئي اے ټكټ اخستو، د پاسپورټ پشمول نورو آسانيو ترلاسه كولو كښې استعمالولے شي، ده ووئېل حكومت په دې پروګرام كښې چې كومې روپۍ اچولې دا يوه ډالۍ ده، زمونږ درآمدات او برآمدات كښې خليج سمندر پورې پاكستانيانو لرې كولې شي۔ د سټيټ بانك ګورنر رضا باقر ووئيل سوهني دھرتي ريميټنس پروګرام لپاره موبائل ايپ جارې كولې شي كوم به چې يواځې د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره وي۔ سمندر پورې پاكستانيان خپل جمع كيدونكې پوائنټس څخه د خپل ځان نه علاوه كوم بل يو بينيفشري هم مستفيد كولې شي، دا اقدام د سمندر پورې پاكستانيانو د خپل هېواد سره د تړلو يو بل مثال دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې په وړومبي ځل د حكومتې پاليسۍ په وجه 5 او 10مرلې لپاره بينك قرض وركوي او تر اوسه د ترلاسه شوو درخواستونو لګښت 236 اربه روپۍ دے چې پكښې 90 اربه روپۍ قرض منظور شوے هم دے دغسې 25 اربه روپۍ وركړے شوي۔
د هيواد معاشي استحكام او پرمختګ لپاره برآمدات زياتولو ته اړتيا ده،سوهني دھرتي ريمېټنس پروګرام د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره مراعات او ګڼې آسانۍ لرونكې منصوبه ده،وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری