اسلام آباد۔4 فروری(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د ك??مير يووالي ورځ به ملي ج??بې سره لمانځؤ۔ وزيراعظم شهباز شريف به د آزاد جموں وكشمير قانون ساز اسمبلۍ غونډې ته خطاب كوي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به د پاكستان حكومت او اولس لخوا د آزاد او مقبوضه كشمير مېړنو ٬غېرتمند او آزادۍ ته لېواله اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به د ك??مير شخړې په اړه د پاكستان د دريځ او د ك??ميري اولس د ملاتړ عزم پخلے كوي۔ دې ووئيل د شهباز شريف په هدايت په ګرد هېواد كښې د ك??مير يووالي ورځې جوش او ج??بې سره لمانځلې شي۔ دې ووئيل په دې موقعه به بېلې دستورې كولې شي٬ د زده كړو په ادارو كښې د دې ورځې مناسبت سره بېل سرګرمۍ ترتيب كړې شوي او په الېكټرانك ٬ پرنټ او سوشل ميډيا به خصوصي پروګرامونه خپرولې شي۔
د كشمير يووالي ورځ به ملي جذبې سره لمانځؤ٬ مريم اورنګزېب
Lucky Clover Ms. APP download entrance
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن