اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په بلنه د پاكستان درې ورځنۍ دوره ك??نكې د بين الپارليماني ائتلاف صدر دوارتے پشیګو په درناوي كښې د سېفران وفاقي وزير سېنېټر محمد طلحه محمود د ماسپخښين مېلمستياﺀ وركړې چې پكښې د سینیټ چیئرمین محمد صادق سنجرانی، د سېنېټ دوهم چیئرمین مرزا محمد آفریدی،د مېلمستياﺀ او د اقتصادي چارو قائمه ك??ېټۍ چيئرمېن سېنېټر فیصل سلیم رحمان،د پیټروليم لپاره د سېنېټ قائمه ك??ېټۍ چيئرمېن سېنېټر عبدالقادر،د سېنېټ د دفاع قائمه ك??ېټۍ چيئرمېن سینیټر مشاهد حسین سید،د کامرس اينډ انډسټري قائمه ك??ېټۍ چيئرمېن سینیټر ذیشان خانزادہ،د مواصلات قائمه ك??ېتۍ چيئرمېن سینیټر پرنس احمد عمر ،د قامي ورثه قائمه ك??ېټۍ چيئرمېن سینیټر افنان اللہ خان، سینیټر مصطفٰی نواز کھوکھر، سینیټر بهرہ مند خان تنګی، سینیټر دنیش کمار او د آزاد جمو كشمير پخوانې وزيراعظم سردار عبدالقی??م نیازی ګډون وكړو۔سېنېټر محمد طلحه محمود په دې موقع په خبرو كښې د آئي پي يو صدر په پاكستان كښې د بارانونو او سېلاب څخه په پاكستان كښې د شوي مالي او ځاني زيان په اړه تفصيلې خبر كړو۔سېنېټر طلحه محمود ووئيل پاكستان دا مهال د سخت حالات څخه تېرېږي٬د بارانونو او سېلابونو څخه چې كومه تباهي پیدا شوې هغه نه شو بيانولې۔ده ووئيل په سندھ٬بلوچستان٬سوئېلي پنجاب او د هېواد په شمالي سيمو كښې په لويه پېمانه تباهي شوې۔ده ووئيل د ګڼو سيمو د زمكي رابطه منقطع شوې وه چې په سبب يې د ر??ليف او بحالۍ په كارونو كښې سختې ستونزې رامخې ته شوي۔ده ووئيل په سېلاب ځپليو سيمو كښې د روغتيا او خوراك قلت سختې مسئلې رامخې ته دي۔ده ووئيل ټولې نړۍ له په دې سخت وخت كښې د پاكستان مرسته ك??ل پكار ده۔د آئي پي يو صدر دې د پاكستان موجوده صورتحال څخه ټوله نړۍ خبر كړي۔د آئي پي يو صدر ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ پاكستان سره ولاړ يو٬نړۍ ته خواست كوم چې هغوي د پاكستان بحالۍ او بيا رغونه كښې مرست?? وكړي۔ده ووئيل موسمي بدلون د نړۍ تر ټولو لوي چېلنج جوړ شوے د كوم چې منفي اثرات په پاكستان هم مرتب شوي۔نور هېوادونه دې هم د پاكستان لپاره په دې اړه كار وكړي۔ده د ماسپښين په مېلمستياﺀ د سېفران وفاقي وزير سېنېټر محمد طلحه محمود منن?? وكړه۔د آئي پي يو صدر د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاكستان دورې په بلنه او تود هركلي د زړه نه منن?? وكړه۔ده ووئيل پاكستان يو مېلمه دوست هېواد دے٬ماته چې پاكستان كښې كومه مينه او عزت راكړے شو هغه د ستائنې وړ دے۔پاكستان يو پرامن او ښكلے هېواد دے۔د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د آئي پي يو صدر دوارتے پشیګو د پاكستان په دوره ك??لو منن?? وكړه۔د آئي پي يو صدر د درې ورځنۍ دورې بشپړیدو نه پس د نوې هوائي مېدان اسلام آباد څخه روان شو۔ده د مېلمستياﺀ او د اقتصادي چارو قائمه ك??ېټۍ چيئرمېن سېنېټر فیصل سلیم رحمان مننه هم وكړه۔د آئي پي يو صدر د خپلې درې ورځنۍ دورې په مهال د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوي٬د وزيراعظم محمد شهباز شريف٬د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني٬د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او نورو سره د اعلٰی كچ ملاقاتونه هم وكړل۔
د سېفران وفاقي وزير سېنېټر محمد طلحه محمود د بين الپارليماني ائتلاف صدر په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستياﺀ
Baccarat hall login website
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج