لاهور۔29دسمبر(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې د سياسي ګوندونو ترمينځ مذاكرات خوشبين دي٬ د مسئلو حل د مذاكراتو د لارې ممكن دے٬ د هېواد ګټې دې په سياسي قربان نه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ 21 مې نړيوال فارمېسی کنفرنس او د نندارتون پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل په نړۍ كښې هره يوه څانګه تندۍ سره ټېنكنالوجۍ ته منتقل ك??ږي او د فارمېسي څانګه زيات اهميت لري۔ ده ووئيل ك?? ځوانان خپل ژوند كښې خواري او وفاداري خپل شعار جوړ كړي نو د نړۍ كوم هم طاقت دوئي ته ما??ې وركولې نه شي۔ ده ووئيل ك?? تاسو د هېواد په ضد خبرې كوۍ نو بيا به څوك خو تاسو څخه پوښتنه كوي۔ كه تاسو وايۍ چې په ټاكنو كښې ټګي شوې ده نو پخپله وګورۍ چې كوم فارم 47 يا 45 دے۔ په دې بايد يو په زړه پورے عمل اختيار كړے شوے وے۔ بلكه تاسو د هېواد سلامتيا په داؤ ولګوله۔ دا كوم سياست دے؟ ده ووئيل پي ټي آئي آئي اېم اېف ته چيټۍ ليكلې چې هېواد ته قرض?? مه وركوۍ۔ د پي ټي آئي لخوا په امريكا كښې د پاكستان په ضد د منظور كړې شوو قراردادونو نتيجې رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل د سياسي ګوندونو ترمينځه د مذاكراتو پېل خوشبين دے ٬ د مسئلو حل د مذاكراتو د لارې ممكن دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د تېر كال په مقابله كښی صارفينو ته د سوئي ګاز رسنه ب??تر ده۔ سهار 5 بجو څخه د شپې تر 10 بجو د ګاز رسنه روانه ساتلې شي۔ ده ووئيل په ځيې ځايونو كښې د پرېشر كمې شته په كوم چې قابو موندلو له هڅې كولې شي
د سياسي ګوندونو ترمينځ مذاكرات خوشبين دي٬ د مسئلو حل د مذاكراتو د لارې ممكن دے: ډاكټر مصدق ملك
PG Software Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام