اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د منصوبه ب??دۍ نګران وزير محمد سميع سعيد سره ډائرېکټر ډوېلپمنټ برټش هائی کمېشن پ??کس??ان جوموئير د نهې په ورځ ملاقات كړے۔ ملاقات كښې پاكستان كښې په روانو بېلو منصوبو د خيالاتو څرګندونه او په سباؤن كښې په نورو څانګو كښې د كار په زياتولو موافقت وكړے شو۔ په دې موقع نګران وزير د برټش هائي كمېشن لخوا څو لسيزو څخه روانې مرستې لپاره د ده د ملاتړ ستائنه وكړه كومه چې د پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده په خاص توګه د موسمياتي بدلونونو په اړه په بېلو څانګو كښې روانو پرمختيائي منصوبو لپاره د ده د پرله پسې ملاتړ او عزم ستائنه وكړه۔ په دې موقع نګران وزير په قومي موسمیاتی مالیاتی تګلاره رڼا واچوله كومه چې شع??ه جاتی ترجیحات په ګوته كولو او د موسمیاتی مالیات پېمائش لپاره جوړه كړې شوې۔ په دې موقع جو موئیر د منصوبه ب??دۍ وزارت اقدامات وستائل او په سباؤن كښې يۍ د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده د تلپاتي پرمختګ په سفر كښې د پاكستان ملاتړ لپاره د برطاني?? د ??زم پخلے هم وكړو
د منصوبه بندۍ نګران وزير محمد سميع سعيد سره د ډوېلپمنټ برټش هائی کمېشن پاکستان ډائرېکټر ملاقات
Lightning Roulette Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada