اسلام آباد 27 اکتوبر(اے پی پی)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د جمو كشمير ??ولو شهيدانو ته په لازواله قربانو او د هغوي كورنيو ته په عزم او استقامت پېرزوئنې وړاندې كړې ۔په مقبوضه كشمير د هند غېر قانوي تسلط په ضد د تورې ورځې په موقع خپل پیغام كښې ده ووئيل نن د هند په غېر قانوني توګه ??بض?? كړي جمو كشمير د هغوي د خوښې په ضد د غېر قانوني قبضې 75 كاله تر سره شول ۔75 كاله وړاندې په 27 اكتوبر 1947 هند خپل ځواكونه په زبردستۍ مقبوضه كشمير ته داخل كړي او د هغه وخت څخه هند په سيمه په زبردستۍ او غېر قانوني ??بض?? روانه ساتلې۔ده ووئيل د 7 لسيزو څخه د زياتې مودې نه د جمو كشمير شخړه د مشكلاتو په ضد د اميد جنګ٬د يرې په ضد همت او د ظلم په ضد د قربانۍ جنګ دے۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير ??ښې د آبادياتۍ بدلونونو لپاره د هند ناوړه كمپائن د 5 اګست 2019 څخه په تندۍ روان دے او هند د خپل آئين آرټيكل 370 او 35A منسوخ كړي كومو چې مقبوضه كشمير ته خاص حېثيت وركړے ؤ ۔خارجه وزير ??وئيل هند د تېرو 3 كلونو په مهال جابرانه اقدامات كړي چې د لارې يې د كشمير ??ه مسلم اكثريتي سيمو كښې هندي اكثريتي انتخابي حلقې جوړول٬غېر كشميريانو ته په لاكهونو جعلي ډوميسائل سرټيفيكټ وركول٬د زمكو او جائيداد ملكيت په اړه نوې قوانين او نور توسيع پسندانه او جابرانه اقدامات شامل دي۔ده ووئيل په انتخابي فهرستونو كښې غېر كشميريان شاملوي٬دا غېر جمهوري او غېر قانوني اقدامات د ملګرو ملتونو قراردادونو او څلورم جنيوا كنونشن نيغ په نيغه خلاف ورزي ده۔خارجه وزير ??وئيل د كشميريانو درېو نسلونو د نړۍ او د ملګرو ملتونو د لوظونو انتظار وكړو چې هغوي به د كشمير ??سئلې حل لپاره خپل كردار ادا كړي٬پاكستان د نړيوالې ورورول?? څخه غوښتنه كوي چې هغوي هند ځواب وركونكے جوړولو لپاره عملي اقدامات وكړي او د هند حكومت له د 5 اګست 2019 يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات بېرته اخس??ل پكار دي
خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په مقبوضه كشمير د هند غېر قانوني تسلط په ضد د تورې ورځې په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena