اسلام آباد 30 مارچ (اے پی پی)د اقتصادي چارو وفاقي وز??ر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د انټرنېشنل پارټنرز ګروپ(آ ئي پي اېس ??ي)وړومبۍ غونډه د زيارت په ورځ په وز??راعظم آفس اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې د وز??راعظم د خزانې او د محصولات خاص ??رستيال ٬د اقتصادي چارو وزارت سېكرټري٬د خزانې٬ منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وزارت سېكرټري هم موجود وو۔په غونډه كښې امريكې٬ المان٬ناروے٬ډنمارك٬اروپائي ائ??لاف(اي يو)آسټرېليا٬چين٬فرانس٬هالينډ٬ برتانيه٬كينيډا٬سفيرانو پشمول دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه پرمختيائي شراكتدارو او سينئر سفارتكارو په لويه شمېره ګډون كولو ۔روس٬اټاليا٬آذربائيجان٬قطر٬تركيه٬جمهوريه كوريا او جاپان٬آئي پي اېس ??ي وړومبۍ غونډه كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ كوآرډينېټر٬يو اېن ډي پي پاكستان ريذيډنټ استازو٬يونيسف٬اېشين ډوېلپمنټ بانك٬ورلډ بانك٬آئي اېم اېف٬يو اېس ??ېډ٬اېف سي ډي او٬اسلامك ډوېلپمنټ بانك او د اطالوي مرستې ايجنسۍ كنټري هيډز او استازو هم ګډون كولو ۔د اقتصادي چارو وز??ر د ګډون كوونكو هركلے وكړو او د موسمياتي بدلون په اړه د پاكستان سره په پرله پسې مرسته ئې مننه وكړه ۔ده په څلور آر اېف مربوط عمل درآمد كښې آسانيو وركولو لپاره د يو فورم په توګه د آئي پي اېس ??ي جوړولو په مقاصد رڼا واچوله۔د اقتصادي چارو وفاقي وز??ر دا هيله څرګنده كړه چې آئي پي اېس ??ي به راتلونكو كلونو كښې د موسمياتي بدلون په پروژو عملدرآمد لپاره په مالي او نورو وعدو پوره كولو كښې مرستيال ثابت شي۔ده د آئي پي اېس ??ي سېكرټرېټ په توګه د يو اېن ډي پي كردار وستائېلو۔د يو اېن ډي پي پاكستان ريذيډنټ استازي دا خبره رامخې ته كړه چې په كال 2022 كښې د سېلاب له امله په شوې پراخه تباهۍ او بشري مصائف مونږ ته د ماحولياتي بدلون رامخې ته شوو خطرو مخ نيوي لپاره د اجتماعي كاروائيو او د يووالي د سمدستي ضرورت يادګېرنه راكړې۔ده په دې خبره زور راوړو چې د بحالۍ عمل يو ځل نه دے بلكې د دې لپاره به د پرله پسې هڅو٬مرستې او عزم ضرورت وي۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وزارت سېكرټري او د سندھ د پلاننګ اينډ ډوېلپمنټ بورډ چيئرمېن د بحالۍ او تعمير نو په هڅو تفصيلي پريزنټېشنز وركړو۔د يو اېس ??ېډ مش?? ډائرېكټر او د يونيسف استازو په پاكستان كښې په خپل كار رڼا واچوله او بشري پرمختګ ته خاص ??ام لرنه كولو سره ئې په سباؤن كښې د سرمايه كاري كولو سره د ښه تعمير په ضرورت زور راوړو۔يونيسف ځپليو سيمو كښې د ماشومانو د خوراك د كمي مخ نيوي لپاره د سمدستي كاروائۍ په ضرورت هم رڼا واچوله۔دغسې په غونډه كښې حكومتي استازو او نړيوالو پرمختيائي شراكتدارو پشمول د اروپائي ائ??لاف٬ورلډ بانك او آسيائي پرمختګ بانك ترمينځه تفصيلي بحث هم وشو
انټرنېشنل پارټنر سپورټ ګروپ به د موسمياتي بدلون په پروژو د عملدرآمد لپاره په مالي او نورو وعدو پوره كولو كښې مرستياله ثابت شي۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق
مضمون کا ماخذ : sorteios quina