اسلام آباد۔2فروری (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د مهمو قومي چيلنجونو په اړه د ټولو قومي سياسي مشرانو يو مېز ته د راوستلو لويه پرېكړه کړې ده كومه چې د هېواد په سياسي منظرنامه كښې يو لويې سياسي پېشرفت دے۔ په 7 فروري آل پارټيز كنفرنس (اے پي سي) لپاره د عم??ان خان په شمول ټولې سياسي مشرتابه ته بلنه وركړې شوې ده۔ د وزيراعظم آفس له مخې وزيراعظم شهباز شريف په 7 فرورۍ كل جماعتي كنفرنس رابللې دې۔ اے پي سي به اسلام آباد كښې كېږي۔ ټولو سياسي مشرانو ته اے پي سي كښې د ګډون كولو باضابطه دعوت وركړے شوے دے۔ وزيراعظم د پي ټي آئي چيئرمېن عم??ان خان ته هم اے پي سي كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ وفاقي وزير سردار اياز صادق د قومي اسمبلۍ پخواني سپيكر اسد قېصر او د دفاع پخواني وزير پروېز خټك سره تماس ونيولو ۔ اياز صادق اسد قېصر او پروېز خټك ته د وزيراعظم لخوا عم??ان ته په اے پي سي كښې د ګډن بلنه ورسوله۔ وزيراعظم سبا په پېښور كښې كېدونكې د اېپکس کمېټۍ غون??ه كښې د پي ټي آئي دوه غړو ته هم د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ په ګورنر هاؤس كښې د اېپكس كمېټۍ غون??ه كښې به ټول سټېک هولډرز، پولیس، رېنجرز او د حساس ادارو اعلی چارواكي ګډون كوي۔ په غون??ه كښې به په 30 جنو??ۍ په پوليس لائنز مسجد كښې د رامخې ته شوې ترهګ??ۍ په پېښه غور كولے شي۔ دغسې د اېپکس کمېټۍ په غون??ه كښی به د ترهګرۍ ختمولو ٬ سی ټی ډی او د پولیس اپ ګریډیشن اقداماتو ته هم پام ګرځولې شي
د وزيراعظم د مهمو قومي چيلنجونو په اړه د ټولو قومي سياسي مشرانو يو مېز ته د راوستلو لويه پرېكړه
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا