کراچۍ 24 اپريل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې ښارونو كښې کورونا تندۍ سره خپريږي، 79 فيصده آبادي په اېس او پيز عمل درآمد نه كوي، پاکستان كښې موجود آکسيجن 90 فيصده برخه استعماليږي، كه په يوه اوونۍ كښې صورتحال ښه نه شو نو په بشپړه لاك ډاؤن به سوچ كول وي، په روغتونو كښې کورونا رنځورانو شميره زياتيږي،د ورځي 600 نه تر 700 کورونا رنځوران راځي، ګاونډي هېواد هند كښې کورونا وائرس په وجه صورتحال خراب شوي، هلته د آکسيجن کمې رامخي ته كيږي، په دې سخت وخت كښې د پاکستان اولس د هندي اولس سره ولاړ دې، وزيراعظم او خارجه وزير د هند اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ په دې موقع سندھ اسمبلۍ كښې اپوزېشن ليډر حليم عادل شيخ او نور هم موجود ؤ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل کورونا وباء له امله هند كښې څه عجيبه صورتحال دې، روغتونونو كښې ځائې نشته، آکسيجن کمي سره مخ دي او صورتحال قابو كښې نه دې۔ ده ووئيل وزيراعظم او خارجه وزير پاکستان اولس او حکومت د اړخه د هند اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاکستان اولس د هند اولس سره ولاړ دې، مونږ دعا كوو چې د هند اولس د دې تکليف څخه بهر شي۔ ده ووئيل پاکستان كښې صورتحال د اطمينان وړ دې، د موجوده آکسيجن 90 فيصده برخه استعماليږي،كه مونږ آکسيجن درآمد هم كړو نو زمونږ سپلائي نيټ ورك د دې خبري اجازه نه وركوي چې په سمدستي توګه چارة تر سره كړې شي۔ده ووئيل دا مهال هند كښې د کورونا رنځورانو مثبت شرح 17 فيصده او پاکستان كښې 11 فيصده ده۔يوه اوونۍ كښې كه صورتحال ښه نه شو نو زمونږ هيلتھ سسټم به هم متاثر شي۔ مونږ د کورونا وباء پيل څخه هيلتھ سسټم كښې كه ښه والي نه وي راوستلي نو نن به زمونږ حالات هم د هند په شان وي۔ده ووئيل دا مهال د لاهور 90 فيصده او ملتان 85 فيصده آئي سي يوز ډكي شوي، پاتني ښارونو كښې هم په آئي سي يوز كښې ځائې نشته۔ده ووئيل اسلام آباد، لاهور او کراچۍ كښې روغتونونو كښې پراختيا په وجه تر دې وخت چاري سمي رواني دي۔ده ووئيل لاهور، مردان او پېښور په نسبت کراچۍ كښې د کورونا رنځورانو شميره كمه ده چې له امله ئې زمونږ سپلائي لائن بحال دې۔ده ووئيل كه کراچۍ كښې کورونا زياته شوه نو د دې اثرات به په ټول هېواد پريوځي۔ وفاقي وزير ووئيل دا مهال روغتونونو كښې 600 نه تر 700 رانځوران راځي چې پكښې 50 نه تر 60 سيريس حالت كښې وي۔ده ووئيل کورونا له امله د مړو شميره زياتيږي دې لپاره په اېس او پيز عمل درآمد لپاره پوليس سره پوځ هم شامل كړې شوي۔ ده ووئيل مونږ هڅي كوو چې د كورونا وړومكبۍ او دويمي چپي په شان په دريمه چپه هم قابو ومومو۔ ده ووئيل تير كال په مهال د بشپړه لاك ډاؤن څخه د بچ كيدو هڅه شوي ځكه چې بشپړه لاك ډاؤن سره خواري كښ او غريبان ځپلې كيږي۔ده ووئيل اولس او پھ خاص توګه د سوداګرو ژوند محفوظولو لپاره پھ دې اېس او پيز عمل وكړې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمر له د لاك ډاؤن مخالفت کړې دې،مونږ غواړو چې معيشت روان وي،كه تر يوي اوونۍ حالات ښه نه شو نو بيا به په بشپړه لاك ډاؤن سوچ كولې شي۔
ښارونو كښې كورونا تندۍ سره خپريږي، صورتحال ښه نه شو په بشپړه لاك ډاؤن به سوچ كولي شي، هند كښې کورونا صورتحال خراب شوي ،د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔