اسلام آباد۔13جنوری (اے پی پی) د پاکستان لخوا فلسطيني وروڼو او خوېندو لپاره د مر??تې سامان څلورمه جوپه نور خان هوايي اډې څخه د پاکستان د هوايي ځواک يوې خصوصي الوتكې د لارې روانه كړې شوه۔ په دې موق??ه نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني د فلسطيني اولس بشپړه ملاتړ ??كرار كولو سره ووئيل چې د غزه د مظلوم اولس بشري مر??ته باوري كولو سره سره دې فوري جنګ بندي هم وكړې شي۔ د خالي په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري شوي بيان له مخې غزه لپاره پاكستان څخه د مر??تې څلورمه جوپه ولېږلې شوه په كومه كښې چې د زمكيزو ضرورتونو له مخې سرجيكل/ طبي سامان او د اوچ خوراكي توكو سره سره د حفاظت صحت كټس هم شامل دي۔ د مر??تې دا سامان به په اردن كښی تعينات د پاكستان سفير ترلا??ه كړي او دغې څخه وروستو به وېشلو لپاره غزه ته روان كړے شي۔ نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني ٬ په پاكستان كښې د فلسطين سفير احمد ربيع ٬ د اېن ډي اېم اے ٬ خارجه وزارت او وسله والو ځواكونو اعلی چارواكي په نور خان ايئربېس د مر??تې د سامان لېږلو دستوره كښې ګډون وكړو۔ خارجه وزير فلسطيني اولس سره بشپړه ملاتړ ??كرار كولو سره په غزه كښې د عامو وګړو او په خاص توګه د مېرمنو او كوچنيانو په ضد د اسرائيل د غېر متناسب قوت كارولو غندنه وكړه۔ خارجه وزير د سوئيلي افريقا لخوا په نړيوال كورټ آف جسټس كښې د فلسطيني اولس د نسل كشۍ بشپړه ملاتړ هم تكرار كړو۔ ده ووئيل د غزه د مظلوم اولس بشري مر??ته باوري كولو سره سره دې فوري جنګ بندي هم وكړې شي۔ خارجه وزير ووئيل غزه لپاره د نورې بشري مر??تې انتظام هم كولے شي كوم به چې ډېر زر د پاكستاني اولس لخوا ولېږلې شي۔ په دې موقعه د سامان په لېږلو فلسطيني سفير د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د غزه ځپليو وګړو لپاره اېن ډي اېم اے 220 ټنه د مر??تې سامان لېږلے دے۔ پاكستان په دې سخت وخت كښې فلسطني وروڼو خوېندو سره ولاړ دے او ددوئي ملاتړ ??ه دغسې روان ساتي۔
غزه لپاره پاكستان څخه د 20 ټنه مرستې سامان څلورمه جوپه روانه كړې شوه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی