اسلام آباد۔18جنوری(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي مونږ وړ??ندې دا وئېلې وو چې هند د پلوامه بريد په بهانه څه ډرامه كولې شي او هم دغسې وشوه د هند سازش په ډاګه ??و۔ هند د خپلو سياسي مقاصدو او د خپلو داخلي چارو نه پام بل پلو ګرځولو له د ټولې منطقې امن په داؤ لګول غواړي۔ د ګل په ورځ د هند سازش رامخې ته كېدو په حقله يو مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل د پلوامه پېښې په حقله زما بيانونه په ريكارډ پراته دي۔ مونږ دا كرې وه چې هند په دغه بهانه كومه ډرامه كولې شي او دغسې د هند هغه سازش رامخې ته شو۔ هغه ووئېل مودی سرکار ټاكنو كښې كاميابي لپاره 40 عسكر وژلي ۔ د دغې عسكرو په مرګ د خفګان په ځاے د هغه خوښ اېنكر د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل د مودي ټاكنو كښې كاميابۍ لپاره به دا زبردست چال ثابت شي۔ خارجه وزير ووئيل تاريخ ګواه دے چې كله ??ه 26 فرورۍ هند په پاكستان د بريد كولو هڅه وكړه نو مونږ د زغم څرګندونه وكړه او د خېر سګالۍ جذبې له مخې مو نيولے پائيلوټ هند ته بېرته ولېږلو۔ په 14 نومبر مونږ د هند د رياستي ترهګرۍ او د هند د ترهګرو د ملاتړ اړوند كوټلي ثبوتونه نړۍ ته وړ??ندې كړل۔ هغه ووئېل اوس د ای یو ډس انفولیب سترګې غړونكې انكشافات د هند ناوړه ارادې په ډ??ګه كړي۔ هغه ووئيل ??ونږ غواړو چې نړۍ زمونږ وړ??ندې كړي ډوزئیر ته په جدي توګه پام كولو سره د هند په ضد زمونږ د وړ??ندې كړو كوټلو ثبوتونو جاج واخلي او هغه ذمه وار وګرځوي۔ خارجه وزير ووئيل امريكا كښې د جنورۍ په 20 مه نېټه به نوې قيادت راشي كوم چې د بشري حقونو خبره كوي او د مذاكراتو د لارې د مسائلو حل غواړي۔ پاكستان هم ټول عمري هم دغه خبره كړې ولې هند تل چاپېرچل خراب كړے۔ هغه ووئيل ??ن د برطانوېي پارلېمنټ كښې د هند په ضد غږ پورته كېږي۔ نزدې لس پارليماني غړي دا وائي چې هند ته اووائې چې هغه سم نه دے۔ كشمير په نړيواله كچه يوه منلې شوې مسئله ده۔ دا د هند كورنۍ مسئله نه ده۔ خارجه وزير ووئيل ??ند زمونږ ميډيا ته ګوتې نيسي ولې نن د آر اېس اېس په تږ لاره د كار كونكي بي جے پي سركار او د ميډيا يو بل سره مرسته په ډاګه ??وې ۔هغه ووئېل څنګه يو اېنكر ته خفيه معلومات د وخت نه وړ??ندې ترلاسه كېږي۔آيا د ټاكنو چاپېرچل په زړه پورې جوړولو له كوم “پلانډ لیک”وو۔ مونږ به دا ټولې نكتې په نړيواله كچه پورته كوؤ
د بي جے پي سركار او د هندۍ ميډيا همكاري به په نړيواله كچه پورته كوؤ۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار