اسلام آباد۔7اپریل (اے پی پی) په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې ??اكنو سره اړوند ازخود نوټس كېس كښې د سپريم كورټ جس??س اطهر من الله تفصيلي اختلافي نوټ جاري كړے دے كوم ??ې په 35 صفحو مشتمل دے۔ د جمعې په ورځ په جاري كړې شوي خپل تفصيلي نوټ كښې جس??س اطهر من الله وئيلي دي چې د سپريم كورټ په شمول ټولو ادارو له به خپله انا يو اړخ ته كولو سره آئيني ذمه وارۍ ترسره كول و??۔ ده وئيلي چې مونږ د تېر وخت څخه هېڅ زده كړه نه ده كړې۔ ده زياته كړه چې پنجاب او خېبرپختونخوا كښې د ټاكنو نېټې په اړه ازخود نوټس خارج كولې شي٬ په خواستونو د دې خ??رج كولو درې اسباب دي دا چې د آرټیکل 184 (3) د استعمال بنیادی اصولو پابندي په بنچ لازم وه۔ ده ووئيل عدالت له به خپلې غېر جانبدارۍ له د سياسي ګوندونو د ګټو په معاملو احتياط كول و??٬ عدالت بايد په سياسي خواست كښې ??ېك نيتۍ ته هم وګوري۔ ده ووئيل د ټاكنو د نېټې معامله د يوې تنازعې په نتيجه كښې رامخې ته شوه كومه چې په بنيادي توګه د سياسي نوعيت وه۔ ده ووئيل جس??س یحییٰ آفریدی صحيح وئيلي وو چې عدالت دې په از خود نوټس كښې احتياط وكړي۔ جس??س اطهر من ﷲ ووئيل د جس??س سيد منصور علي شاه او جس??س جمال خان مندوخېل رايې سره اتفاق لرم كومه كښې چې هغوي سپریم کورټ د مسلسل سياسي شخړو د حل مركزو ښودلے دے۔ ده ووئيل ازخود نوټس پرېكره د څلور درې ده۔ جس??س اطهر من ﷲ په خپل تفصيلي اختلافي نوټ كښې ??و شمېر پوښتنې كړې دي چې آيا د سياسمي حكمت عملۍ په توګه صوبائی اسمبلۍ تحليل كول جمهوريت سره مطابق لري؟ آيا دا پخپله د آئين خلاف ورزي نه ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې چیف جس??س آف پاکستان جس??س عمر عطاء بندیال د پخواني سی سی پی او لاهور غلام محمد ډوګر په ټرانسفر كېس كښې د جس??س اعجاز الاحسن او جس??س مظاهر علی اکبر نقوی نوټ از خود نوټس اخستے وو۔
د سپريم كورټ جستس اطهر من الله په پنجاب او خيبر پښتونخوا كښې ټاكنو سره اړوند ازخود نوټس كيس كښې تفصيلي اختلافي نوټ جاري كړو
Power of Rome APP game platform
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس