اسلام آباد06 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې ترهه ګر او شرخوښي عناصر په هېڅ صورت د پاكستان اولس حوصله نشي ماتولې٬مونږ د خپل خوږ هېواد حفاظت په خاطر د كوم هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره ټولې وفاقي او صوبائي ادارې دې خپل مينځ كښې مرسته زياته كړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ سيكورټي صورتحال په اړه د جاج اخستلو غونډې ته وېنا كښې وكړه۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وز??ر رانا ثناﺀ الله خان٬د وز??راعظم صلاحكار احد چيمه٬قانون نافذ ??ونكو ادارو مشرانو او د ټولو صوبو چيف سېكرټريز او آئي جيز ګډون وكړو۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وز??ر او سېكرټري د هېواد په مجموعي صورتحال بريفنګ وركړو۔د څلورو واړو صوبو آئي جيز او چيف سېكرټريز وز??راعظم له د ترهه ګرۍ په اوسنو پېښو بريفنګ وركړو او د امن نافذ ??ولو لپاره يې د اقداماتو څخه خبر كړو۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وز??ر او د اسلام آباد آئي جي وز??راعظم د اسلام آباد پوليس تنخاګانې زياتولو او د اېف سي راشن الاؤنس زياتولو سره د نور فورسز په برابرولو مننه كولو سره ووئيل چې دې سره د اسلام آباد پوليس مورال دنګ شوې۔وزيراعظم د نېكټا نېشنل كوآرډينېټر ته سپارښتنه وكړه ??ې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره صوبائي سي ټي ډيز او قانون نافذ ??ونكو ادارو سره رابطې لا فعاله كړي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه ??ې د كورنيو چارو وز??ر٬داخله سېكتر او د نيكټا نېشنل كوآرډينېټر دې صوبو ته تللو سره په دې اړه تفصيلي مشاورت وكړي او كوټلي تګلاره دې مراتب كړی شي
ترهه ګر او شرخوښي عناصر په هېڅ صورت د پاكستان اولس حوصله نشي ماتولې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف غونډې ته وېنا
Candy Burst APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ