اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) حكومت راتلونكو 15 ورځو لپاره د پېټروليم مصنوعاتو موجوده بيعه په ځاې د ساتلو پريكړه كړی ده۔ د سېلاب صورتحال له امله حكومت انكم ټېكس ريټرن فا??ل كولو موده كښې د يوې مياشتې نوره پراختيا هم وكړه۔ دا خبره د خزانې وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د ګل په ورځ پخپل وېډيو پیغام كښې كړې۔ د خزانې وزير ووئيل چې په عمومي توګه د هرې مياشتې 15م او آخري نېټه د پیټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې ردوبدل اعلان كېږ??۔ ده ووئيل چې حكومت پريكړه وكړه د راتلونكو 15 ورځو لپاره د پېټروليم په مصنوعاتو چې پكښې پېټرول٬لائټ ډيزل٬هائي سپيډ ډيزل او كيروسين آئل شامل دي٬موجوده بيعې به په ځاې ساتلې ش??۔ د خزانې وزير ووئيل چې په هېواد كښې د اوسني سېلاب نه پس ټېكس بار اېسوسي اېشن٬ بزنس كميونټي او د سوداګرو مطالبو او د نمائندګۍ په نتيجه كښې حكومت د انكم ټېكس ريټرن فا??ل كولو په موده كښې د يوې مياشتې نوره پراختيا وكړه۔ ده ووئيل چې د دې نه وړاندې هم د انكم ټېكس ريټرن فا??ل كولو په موده كښې تر 31 اكتوبر پراختيا شوې وه٬ اوس د انكم ټېكس ريټرن فا??ل كولو آخري نېټه 30 نومبر وټاكلے شوه۔ د خزانې وزير ووئيل چې كوم ليټر آف كريډټس مو مخنيوې كړی و د دې په نتيجه كښې 8 زره كيسونه زيرالتوا وو٬ حكومت د دې څخه وړاندې تر 50 زره ډالر ليټر آف كرېډټس رېليز كولو پريكړه كړې وه چې په نتيجه كښې يې 4400 ليټر آف كرېډټس كليئر شوې وو۔ د خزانې وزير ووئيل چې د سټېټ بانك ګورنر سره خبرې اترې شوې دي٬ نن هم په دې لړ كښې زمونږ مشا??رت شوې٬ د وزيراعظم او سټېټ بانك په رضامندۍ سره حكومت دا پريكړه كړی چې د يو لك ډالر ليټر آف كرېډټس به بېرته كولې شي چې په نتيجه كښې به يې 1365 نور اېل سيز كليئر ش??۔ د خزانې وزير ووئيل چې د دې پريكړو په نتيجه كښې به په مجموعي توګه 7565 اېل سيز كليئر شي۔ په دې پريكړه به (نن) د نهې ورځې څخه عملدرآمد پیل ش??۔ د خزانې وزير ووئيل چې د يو لك څخه زيات ماليت اېل سيز كليئر كولو لپاره هم اقدامات كوٶ ٬حكومت به هڅه كوي چې زرمبادله باوري كړي
د حكومت لخوا راتلونكو 15 ورځو لپاره د پېټروليم مصنوعاتو موجوده بيعه په ځاې د ساتلو پريكړه
Lightning Baccarat Game Card Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر