استنبول 24 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د ايران فلم ??ېس??ول كښې د پاكستانو فلمونو د ننداروان اعلان كولو سره ووئيل ايران سره د فلم او ډرامو په حقله مرسته زياتول غواړو٬ د ايران فلم جوړونكې د پاكستان حكوم?? لخوا فلمي صنعت له د وركړے شوو مراعاتو څخه مستفيد كېدے شي۔ دا خبرې دې د او آئي سي د اطلاعات وزيرانو د کنفرنس 12مې غونډې په موقع د ايران د كلتور وزير محمد مهدي اسماعيلي سره په ملاقات كښې كرې٬ په دې ملاقات كښې د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه په اقتصادي٬ تجارتي٬ كلتوري او د اولس په كچه د روابطو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو او پراخه كولو ته اتفاق راغلے۔ وفاقي وزيرې په دې موقع ووئيل د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه تاريخي او د ورورولۍ اړيكې موجود دي او د دو??ړو هېوادونو اولس يو بل سره د كلتور او مذهب په رشته تړلې شوي۔ دې ووئيل پاکستان ايران سره د فلم او ډرامه څانګو په ا??ه مرسته زياتول غواړي۔ مريم اورنګزېب ووئېل د ايران فلم ??ېس??ول كښې به د پاكستان فلمونه نمائش لپاره وړاندې كولې شي۔ دې ووئيل د پاکستان حكومت د كال 2022 په بجټ كښې په فلمي صنعت٬ كلتور او د سېلګرۍ په څانګه ټېكس ختم كړے٬ غېر ملكي فلم سازو ته په ځائي كچه فلم او د ډرامه په مشتركه منصوبو كښې ري بېټ وركولې كېږي٬د ايران فلم ساز هم په پاکستان كښې د فلم صنعت لپاره د حكوم?? لخوا وركړے شوو مراعاتو څخه مستفيد كېدې شي۔ په ملاقات كښې د دو??ړٶ هېوادونو د اطلاعات او كلتور په څانګو كښې مرستې ته وده او د پلاويو په كچه تګ راتګ ته هم صلاح يوه شوې ۔ وفاقي وزيرې په پاکستان كښې د سېلاب په تناظر كښې پاكستاني قام سره په يووالي او ملاتړ د ايران مننه كړې ۔ په دې موقع د ايران د كلتور وزير پاكستان سره د اطلاعات او فن و كلتور په څانګو كښې مرسته لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ته ئې په ايران كښې په كېدونكي فلم ??ېس??ول كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔
ايران سره د فلم او ډرامو په حقله مرسته زياتول غواړو۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
Blackjack Diamond VIP Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania