اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د پارلمان مېرمنو غړو د مورني هېواد ډائمن?? جوبلي دستورې په ښه ډول لمانځلو اهميت رامخې ته كولو سره وئيلي دي آزادي لوي نعمت دے٬ هېواد ته ?? رامخئ ته ??الاتو تقاضه ده چې د قامي معيشت استحكام او هېواد پرمختګ او د سوكالۍ منزل ته ??سولو لپاره سياسي اختلافات يوې ډډې ته كېښودو سره د قامي يووالي او اتفاق مظاهره وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د ازادۍ ډائمن?? جوبلي په مناسبت سره اے پي پي سره په خاص خبرو كښې كړې۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړې رومينه خورشيد ووئيل مونږ ټولو له د الله تعالٰې شكر ادا پكار دي چې نن مونږ په آزاده فضاﺀ كښې ساه اخلو۔ دې ووئيل په پارلمان كښې د “پاك سرزمين شاد باد” په عنوان دستورې روانې دي چې پكښې ټول پارلماني غړي بشپړه برخه اخلي۔ دې ووئيل مونږ دا لوظ كړے چې مونږ به پاك سرزمين په حقيقي معنو كښې فلاحي رياست جوړولو سره په قلاره كېښنو ۔ دې ووئيل په دستورو كښې د زده كوٶنكو پشمول د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكي برخه اخلي كومه چې خوشبينه خبره ده۔ د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) غړې شاهده اختر علي ووئيل آزادي لوي نعمت دے٬ په پاكستان كښې يو جمهوري نظام جوړ دے چې پكښې اولس ته ا??ميت ترلاسه دے۔ دې ووئيل زمونږ مشرانو په قربانو وركولو دا هېواد ترلاسه كړے۔ دې ووئيل سياسي اختلافات نه پرته ?? آزادۍ خوشحالۍ په جوش او جذبې سره لمانځل پكار ده۔ د پيپلز پارټۍ سينيټرې كرشنا كماري ووئيل د آزادۍ ورځ مونږ هر كال د جوش او جذبې سره لمانځو٬ دا ځل د هېواد په زياتره سيمو كښې اولس د سېلاب له ا??له ستونزو سره مخې دے ٬ د وخت تقاضه ده چې د خپلو ځبليو وروڼو خوېندو بشپړه مرسته وكړو۔ د مسلم ليګ (ن) غړې طاهره ا??رنګزيب ووئيل پاكستان نواز شريف او ذوالفقار علي بھټو اتومي قوت جوړ كړے۔ د جے يو آئي (ف) د قامي اسمبلۍ غړې ع??لي?? كامران ووئيل قام ته ?? آزادۍ ورځ په موقع دا پېغام وركول غواړم چې قام دې يو اوسي ځكه چې نن سبا چې كوم حالت دي ھغه ډېر سخت دي او په داسې سخت وخت كښې تل اولس د هېواد ملګرتيا كړې او په دې قام ته ??لام كوٶ۔ دې دعا وكړه چې لوي څښتن دې د هېواد معيشت مستحكم كړي او پاكستان لپاره دې آسانۍ راپېدا كړي
آزادي لوي نعمت دے٬ هېواد پرمختګ او د سوكالۍ منزل ته رسولو لپاره بايد د قامي يووالي او اتفاق مظاهره وكړې شي۔ د پارلمان مېرمنو غړو اے پي پي سره خبرې
Extra Chili Epic Spin Credit Platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی