اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي وزيراعظم چې كوم هم اېډوائس كوي نو صدر مم??كت له په هغې عمل كول وي٬كه صدر داسې ونه كړي نو لس ورځې پس پخپله په هغې عملدرآمد كېږي٬حكومت جوډېشل ريفارمز كوي٬سوموټو او د بېنچ جوړولو اختيار د سپريم كورټ دے٬چيف جستس او نور ججان په ګډه بنچ جوړولې شي٬مونږ سره د چا خبرې نه دي شوي كه د چا سره كېږي نو هغوي دې اووئي٬پروېز خټك ??مونږ يو كس ته د ملاوېدو پېغام وركړے ؤ ۔ده د شورو په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې كولې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل صدر مم??كت د وزيراعظم په اېډوائس عمل كوي٬كه وزيراعظم د ګورنر راج اېډوائس كوي نو د صدر مم??كت كوم استحقاق نشته بلكې صدر مم??كت له په دې عمل كول دي كه صدر مم??كت عمل نه كوي نو لس ورځې پس به په دې پخپله عملدرآمد وشي۔په وفاقي كابينه كښې هم په دې معامله بحث شوے كه كوم صوبائي حكومت د كورنيو چارو وزير په داخله بندېز لګوي نو دا جواز كافي دے چې په صوبه كښې ګورنر راج نافذ كړے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل رائے طاهر يو ښه پوليس افسر دے چا چې په پنجاب كښې كاؤنټر ټيررزم ډيپارټمنټ په ښه توګه چلولے٬دا هغه كس دے كوم چې نېشنل كاؤنټر ټيررزم اتهارټي(نيكټا)په 6 مياشتو كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي اداره جوړولې شي ٬ ده ووئېل د نېكټا د يوې ادارې په توګه وجود كښې راوستل ضروري دي٬كه داسې ونه شو نو دا مها?? په هېواد كښې د ترهه ګرۍ حالات زياتېږي ٬ په دې كښې به د ادارې زيان وشي۔ ده ووئېل وفاقي كابينې د نېكټا موثره جوړولو پريكړه كړې ٬يو ارب نېكټا ته وركړے كېږي كومې څخه به چې نېكټا اپ لفټ كړې شي۔ده ووئيل ??فاقي ادارې يواځې تر اسلام آباد محدود نه دي بلكې په ټول هېواد كښې موجود دي٬موڼږ به خپل كردار ادا كوو۔ده ووئيل په دې صورتحال كښې څوك هم پخپله د ټاكنو پريكړه نشي كولې٬كه قامي اسمبلۍ تحليل ??ړی شي نو مونږ د دې صوبائي حكومتونو ماتحت ټاكنې كولې شو؟ ده ووئېل سياستدانان خبره كوي خو پي ټي آئي د چا سره خبره كول او نه اورېدل غواړي۔ده ووئيل ??ونږ سره د چا خبرې نه دي شوي كه د چا سره كېږي نو هغوي دې اووئي٬پروېز خټك ??مونږ يو كس ته د ملاوېدو پېغام وركړے ؤ
د وزيراعظم په اېډوائس صدر مملكت له عمل كول دي٬كه داسې ونه كړي نو په لسو ورځو كښې پخپله عملدرآمد كېږي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې
Extra Chili Epic Spin Integrity Site
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت