اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) پاکستان د هند په غي?? قانوني تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو د اندېښنې څرګندونې سره وئيلې دي سيمه كښې د رائے اختلاف ته زيان رسولو لپاره د هند چارواكي پرله پسې كمپائن چلوي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرہ بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې وويل نوموړي کشمیرے قانون مدار او د هائي كورټ بار ایسوسي اېشن پخوانے صدر میاں ع??دالقیوم په اوسنيو كښې په بے بنسټه تورونو نيولے۔دې ووئيل میاں ع??دالقیوم ډېرې ناروغۍ لري ،د هغه نيول واضحه سیاسي انتقام دے۔وياندې ووئيل ??ون?? په هندي چارواكو زور راوړو چې میاں ع??دالقیوم او نور ګڼ شمير کشمیري سیاسي بنديوان،د رائے اختلاف لرونكې او د بشري حقونو کاركنان خوشي كړي۔وياندې د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان به د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړې منصفانه او امناكه حل لپاره د كشميريانو سیاسي، سفارتي او اخلاقی مرسته روانه ساتي۔
پاکستان د هند په غير قانوني تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو اندیښنه څرګنده كړه
Wild Hell Credit Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر