زمان پارك د وسله والو ډلو د پناه ځاے دے٬د عمران خان جوړې كړی تګلارې ترمخه په حساس٬عسكري او په سول تنصيبات بريدونه شوي٬دا هېواد سره دښمني او بغاوت دے٬شرخوښي به په هېڅ صورت ونه بخښلے شي۔مريم اورنګزېب


اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي زمان پارك د وسله والو ډلو د پناه ځاے دے٬د عمران خان جوړې كړی تګلارې ترمخه په حساس٬عسكري او په سول تنصيبات بريدونه شوي٬دا هېواد سره دښمني او بغاوت دے٬شرخوښي به په هېڅ صورت ونه بخښلے شي٬د غازيانو او شهيدانو بې حرمتي شوې٬د پاكستان بېرغ سوځولے شوے٬دا هېواد سره غليمي او بغاوت دے٬په سويلين تنصيبات او په سول ودانو د بريدونو او سوځولو په اړه به د سويلين او د ترهه ګرۍ مخ نيوي قانون ترمخه كاروائي كېږي٬د عسكري تنصيبات حدود په آئين كښې موجود دے٬په عسكري تنصيبات د بريد كوونكو مجرمانو به د اړوند قوانين ترمخه ټرائل كېږي۔د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته دې ووئيل د نېشنل سيكورټي كمېټۍ په غونډه كښې د 9 مئي ورځ هر كال د تورې ورځې په توګه د لمانځلو اعلان شوے۔د پاكستان ازلي دښمن په 75 كاله تاريخ كښې د هغه كار جرات نه ؤ كړے كوم چې په 9م مئي د پي ټي آئي وسله والو ډلو كړے۔دې ووئيل د عمران خان جوړې تګلارې ترمخه د پي ټي آئي وسله والو ډلو په عسكري تنصيبات ٬ سول او په نورو مهمو ودانو بريدونه كړې دي٬روغتونونه او سكولونه سوځولې شوي٬د ايمبولينسو څخه رنځوران بهر كړے شوي او د ايدهي ايمبولينس سوځولے شوے۔د شهيدانو او غازيانو د يادګارونو بې حرمتي شوې٬د راډيو پاكستان تاريخي وداني سوځولې شوې٬دا هېواد سره غليمي او بغاوت دے٬ دغه په هېڅ ډول سياسي او اولسي احتجاج نه ؤ ۔وسله والو ډلو د عمران خان په وېنا دا كاروائي كړې۔دې ووئيل زمان پارك هغه ځاے ؤ د چرته نه چې عمران خان پخپله د كاروائۍ تګلاره جوړه كړې٬د تحريك انصاف وسله والو ډلو د پاكستان بېرغ سوځولے ٬ دې ووئېل دا كوم سياسي غبرګون نه ؤ۔په داسې ډول عمل كښې ككړ عناصرو سره به هېڅ رعايت نه كېږي۔دې ووئيل په سول تنصيبات او په سول ودانو د بريدونو او سوځولو په ضد به د سويلين او ترهه ګرۍ مخ نيوي قانون ترمخه كاروائي كېږي دغسې د عسكري تنصيبات حدود په آئين كښې موجود دے۔دې ووئيل يو قام به دا برداشت نه كړي چې د نرتوب او د جرات لرونكو نښانو بې حرمتي وكړې شي او په پولو د ولاړو ځوانانو جذبات مجروح كړے شي ٬ په داسې كاروائيو د عبرت مثال جوړول غواړي٬ دې ووئېل چې بيا د 9 مئي غوندې توره ورځ رامخې ته نشي۔د اطلاعات وزيرې ووئيل د رياست تحفظ د رياست د درېو واړو ستنو ذمه واري ده كه د ترهه ګرې ډلې مرسته كونكي “ګډ ټو سي يو”ووئېلے شي نو دا هغه سوچ ته د ودې وركولو برابر ده كوم چې په رياست بريدونو كښې ككړ دې۔ دې ووئېل عمران خان نيغ په نيغه په دې ټول عمل كښې لاس لري۔دې ووئيل مراد سعيد په خپله وېډيو كښې وائي كوم ځايونه چې ښودلې شوي هلته ورسئ ۔عمران خان ګرفتار كړے شوے٬دا ځايونه چا ښودلي وو؟ دې ووئېل عمران خان د عدالت دننه څخه وېډيو جاري كوي چې زه بيا ګرفتار كړے شم نو د 9م مئي څخه زيات غبرګون به رامخې ته كېږي۔دې ووئيل درې ځله ټاكلے وزيراعظم نواز شريف چې كله كور ته ولېږلے شو نو كوم ميټرو او پولونه سوځېدلې وو٬كوم سكولونه او روغتونونه سوځولې شوي وو٬ دې ووئېل نواز شريف د ميټرو او پولونو جوړونكے وو٬عمران خان په نواز شريف جعلي مقدمې جوړې كړي او قامي پيسه ئې ضائع كړې۔براډ شيټ كښې د نواز شريف په ضد يې كيس كړے ؤ چې پكښې د يوې روپۍ كرپشن ثابت نه شو۔دې ووئيل عمران خان چې كله په اقتدار كښې وو نو هغه القادر ټرسټ په خپل او د كور ودانې په نوم رجسټرډ كړے٬د كوم قانون ترمخه هغه دا كار كړے۔د اطلاعات وزيرې په دې موقع مېډيا ته د عمران خان پشمول د د پي ټي آئي نورو لارښودو دړكې وركونكې بيانات او د اړي ګړي رامخې ته كولو لپاره لمسونكې وډيوز هم وښودلې۔دې ووئيل د دې نه معلومېږي چې دا كوم خلق وو۔د پي ټي آئي قيادت بيا بيا وائي چې د كوم ځاې وئېلے شوي هلته ورسئ٬۔دې ووئيل د هېواد اولس پرېشانه دے٬د سياسي استحكام نه لرلو په وجه معاشي عدم استحكام راپېدا كېږي۔دې ووئيل يو سړي د هېواد معيشت ته 4 كاله تيلې وهلے٬اولس يې بې روزګاره كړے او په قامي خزانه يې ډاكه اچولې٬خارجه پالېسي يې تباه كړی او ټولنه يې هم برباد كړې۔دې ووئيل د 9 مئي ټول ثبوتونه موجود دي٬پيژندګلو شوې٬وزيراعظم ښكاره وئېلي دي چې د چا سره به زياتې نه كېږي خو چا چې جرم كړے د هغه سره به هېڅ رعايت نه كېږي كوم چې اړوند قوانين دي د هغې ترمخه به قانون خپله لار نيسي او د دې خلقو به ټرائل كېږي۔د خبريالانو د پوښتنې په ځواب دې ووئيل عمران خان د آر ټي اېس په بندولو په هېواد مسلط كړے شوے ؤ ٬چې كله هغه د عدم اعتماد تحريك د لارې بهر كړے شو نو هغه سائفر رامخې ته كړو٬بيا يې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ماتې كړې او د الېكشن ډرامه يې شروع كړه۔ دې ووئېل د الېكشن ډرامه ځكه كوي چې د 60 اربه روپو كرپشن٬ټيريان كيس٬د توشه خانه غلا او د ممنوعه فنډنګ ځواب ور نه كړے شي۔دې ووئيل عمران خان چې كله په اقتدار كښې ؤ نو خپل سياسي مخالفين او مېډيا يې په زندانونو كښې اچولې وو دغسې چې د هغه نه څوك تپوس ونه كړے شي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس