مظفرآباد ۔14دسمبر (اے پی پی) د آزاد حکومت ??یا??ت جموں و کش??یر وزيراعظم چوهدري انوارالحق وئېلي دي د آزاد کش??یر ټول نظام د كشمير د ازادۍ تحریک لپاره دے ، د كشمير د آزادۍ تحريك او د تحریک تکمیل پاکستان پورې به زمونږ هلې ځلې دوامداره وي ، د وېنې تر آخري څاڅكي به د آزادۍ لپاره جنګ كوو ، كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئ??ې وړاندې كوو ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د آزاد جموں و کش??یر اسمبلی خاص غوندې ته خطاب کښې وكړه ۔ ده ووئېل د هندوتوا فلسفې څخه د خیر هيله لرل عبث ده، اوس د غندلو بیانونو څخه خبره وړاندې تللې، كه مونږ راتلونكو نسلونو له څه وركول غواړو نو بيا به دوي له د وړاندې تللو سوچ وركول وي ۔وزیراعظم ووئېل د کش??یریانو خپلولي د پاکستان او پاکستانی اولس سره ده ، دا به كله هم کمزورې نشي ۔ مضبوط او خوشحال پاکستان د کش??یریانو مضبوط وکیل ثابتېدے شي ۔ ده ووئېل په آزاد کش??یر كښې مو سټیټس د ژرړې څخه ويستلے ۔ د آزاد کش??یر وسائل يواځې د اولس په ښېګره به خرڅ کېږي ۔ د ازاد كشمير وزیراعظم ووئېل د ازادۍ تحریک ته اول پام لرنه كولې شي، ټول وسائل د تحریک لپاره به استعمالوو ۔ده ووئېل وخت راغلے چې مسئله کش??یر په نړيواله كچه په موثر ډول رامخې ته كولو له منصوبه بندي وكړو۔ وزیراعظم ووئېل هند كله هم پاكستان ته په خيرنه سترګه د كتلو جرات نشي كولے، مونږ له خپلې ذمه وارۍ ادا کول دي ۔ده ووئېل زه د كشمير شهدانو ته د عقیدت پېرزوئ??ې وړاندې كوم۔ ۔ د ازاد كشمير وزیراعظم د وزیراعظم پاکستان هر كلي کولو سره ووئېل ستاسو د بیس کیمپ دارلحکومت مظفرآباد دورې څخه د کش??یریانو حوصلې لوړې شوي دي۔
د مقبوضه کشمیر آزادۍ او د پاكستان سره تر الحاق پورې به زمونږ هلې ځلې دوامداره وي ، چوهدري انوارالحق
MG online entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا