پېښور 13 دسمبر (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي چې كله هېواد په مشكل كښې وي نو م??نږ له سياسي اختلافات يو خوا كولو سره د چېلنجونو مقاب??ه كول پكار دي٬تقسيم٬كركې او د انا سياست كه ښخ كړے شي نو دا هېواد به يو قوي هېواد جوړ شي۔ د هائي كورټ بار وكيلانو كنونشن ته په خپله وينا كښې د پي پي چيئرمېن وينا وه چې په ډي آئي خان كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه كوو٬ترهه ګري يو ځل بيا سر پو??ته كوي٬م??نږ ټولو له به په ګډه د دې مقاب??ه كول وي او د دې مقابله يو سياسي ګوند يواځې نشي كولې٬ ده ووئېل م??نږ له د سياسي اختلافات نه يو خوا په ګډه د چېلنجونو مقاب??ه كول پكار ده۔ د پخواني خارجه وزير وينا وه چې م??نږ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره ډېرې قربانۍ وركړي٬م??نږ د ترهه ګرۍ خاتمه كړی وه او نړۍ مني چې پاكستان په ترهه ګرۍ قابو موندلے ؤ ٬خو بيا د پارليمان څخه د پوښتنې نه غېر سنګينه ترهه ګرۍ كښې ككړ كسان د زندان څخه ويستل شول ٬ ده ووئېل دغې ??وې پريكړې پاكستان 10 كاله وروستو بوتلے۔ده ووئيل زه 18 مياشتې د دې هېواد خارجه وزير پاتې شوے يم ٬ ما پخپ??ه كتلې چې په پاكستان كښې څومره صلاحيت موجود دے٬ ده ووئېل كه د تقسيم نفرت او انا سياست دفن كړے شي نو دا هېواد يو قوي هېواد جوړېدې شي٬۔ده ووئېل د غربت٬بې روزګارۍ او ګرانۍ مقابله م??نږ كولې شو٬كه م??نږ خپل مينځ كښې جنګېږو نو بيا دا مسئله ختمېدې نه شي۔
د هېواد په مسئلو به ټولو سياسي ګوندونو له په ګډه كار كول وي۔د پاكستان پيپلز بارټي چيئرمېن
Wild Fireworks Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔